د ایران د اټومي دوسیې د حل کولو لاره ډیپلوماټیکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158750-د_ایران_د_اټومي_دوسیې_د_حل_کولو_لاره_ډیپلوماټیکه_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمیتري پسکوف» له ایران سره په څو اړخیزه اړیکو باندې ټینګار سره د ایران د اټومي دوسیې د ډيپلوماټیک حل غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-04-05T00:37:33+00:00 )
Apr 05, 2025 05:03 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي دوسیې د حل کولو لاره ډیپلوماټیکه ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمیتري پسکوف» له ایران سره په څو اړخیزه اړیکو باندې ټینګار سره د ایران د اټومي دوسیې د ډيپلوماټیک حل غوښتنه وکړه.

هغه دغه خبره پرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ګواښونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وکړه.

د کریملین  ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ټینګار وکړ د ایران د اټومي دوسیې مشکل باید یوازې له ډيپلوماټیکو او سیاسي لارو چارو او په سوله ئیز ډول حل شي او ټول لوري باید په دې زمینه کښې مطلق زغم وښيي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د روان هجري لمریز کال د وري د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران پرضد د  خپلو ګواښونو په دوام کښې له «این بي سي نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ادعا کړي وه که چیرې ایران موافقه ونکړي نو بمبارې به ورباندې وشي داسې بمباریانې چې د هغو په شان بمبارۍ یې هیڅ کله نه دي لیدلي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګي ریابکوف»  هم د ایران پرضد د امریکا د لافو په غندلو سره وویل روسیه چمتو ده  مخکې له دې چې ناوخته شي له امریکا او ایران سره مرسته وکړي چې یوې منطقي موافقې ته ورسیږي.

هغه له «اینټرنیشنل افیرز »مجلې سره په مرکه کښې ویلي وو په داسې حال کښې چې اوس هم وخت شته او اورګاډي حرکت نه دی کړی مونږ باید د منطقي بنسټ پراساس یوې موافقې ته د رسیدا لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړو.

دغه راز د روسیې د خارجه وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» هم د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښونو ته په غبرګون کښې ویلي دي د اټومي انرژۍ په بیخ بنایانو باندې د بمباریو لپاره د ایران پرضد خارجي ګواښونه د نه منلو وړ دي.