د اسرائیلو جنایتکار رژیم د کورني جنګ په درشل کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159084-د_اسرائیلو_جنایتکار_رژیم_د_کورني_جنګ_په_درشل_کښې_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ د زیرمه ځواکونو لوړرتبه جنرال په دغه رژيم کښې داخلي اختلافاتو او درز ته په اشارې سره وویل اسرائیل د یوه کورني جنګ په درشل کښې ورغلی دی.
(last modified 2025-04-15T09:59:53+00:00 )
Apr 15, 2025 14:26 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو جنایتکار رژیم د کورني جنګ په درشل کښې دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ د زیرمه ځواکونو لوړرتبه جنرال په دغه رژيم کښې داخلي اختلافاتو او درز ته په اشارې سره وویل اسرائیل د یوه کورني جنګ په درشل کښې ورغلی دی.

د صهیونیسټ رژيم اوم ټيلي ويژن نن د اسرائیلو د پوځ د زیرمه ځواکونو د یوه جنرال «اسحاق بریک» په قول وویل د اسرایلو په خلکو کښې موجود نفرت له خارجي ګواښونو څخه زیات د اسرائیلو موجودیت ته ګواښ کوي.

د فلسطین نیواکي ټاټوبي تقریبا هره ورځ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د  کابینې پرضد د خلکو د پراخو مظاهرو او په لومړي وزیر باندې د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو د سیاستوالانو د هراړخیزه نیوکو ډګرونه دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو او د شاباک په نوم د کورني امنیت او استخباراتي ادارې او د لوی څارنوال ترمینځ اختلافات زیات شوي دي او لومړي وزیر د شاباک مشر له کاره لیری کړی او د لوی څارنوال د لیرې کولو هڅه هم کوي.

نتانیاهو چې د اسرائیلو ډیر جنایتکار او ظالم لومړی وزیر دی د فلسطین د مظلومو خلکو د شهیدولو او د ژوبلو اصلي مسوول دی.