د ایران د اسلامي جمهوریت مسائیل په خبرو اترو پورې اړونده نکړو
(last modified Tue, 15 Apr 2025 10:57:48 GMT )
Apr 15, 2025 15:27 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت  مسائیل په خبرو اترو پورې اړونده نکړو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې د عمان خبرې اترې د خارجه وزارت له لسګونو کارونو څخه یو کار دی وویل : د هیواد مسائیلو ته له خبرو اترو سره پیوند ورنکړو.

د ایران د حکومت یوشمیر غړیو ، د اسلامي شورا استازیو ، د قضايي قوې لوړرتبه چارواکو او د ځینو ارګانونو چارواکو نن غرمه د نوي کال د پیلیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره کتنه وکړه.

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د وینا  ترټولو مهم چورلیزونه په لاندې ډول دي:

د عمان خبرې اترې د ایران د خارجه وزارت له لسګونو کارونو څخه یو کار دی د هیواد مسائیل له خبرو اترو سره اړونده نکړو.

د عمان خبرو اترو ته نه په افراطي ډول  خوشبینه یوو او نه په افراطي ډول بدبینه.

د عمان خبرې اترې بالاخره داسې کار او حرکت دی چې فیصله ورباندې شوي او په لومړیو قدمونو کښې هم په ښه ډول اجرا شوی دی.

البته د مقابل لوري په هکله ډیر بدبینه یوو خو په خپلو وسونو باندې خوشبینه.

هغه غلطۍ چې اټومي تړون کښې مو کړي وه باید دلته تکرار نشي.

د نړیوال اټومي تړون په وخت مو هیواد شرطي کړ او هر څه مو د خبرو اترو له پرمختګ سره اړونده کړل.

پانګوال چې کله ویني چې هیواد په خبرو اترو پورې اړونده دی نو پانګونه نه کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مفصله وینا به وروسته درته خپره شي.