د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر نن تهران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159114-د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_مشر_نن_تهران_ته_راځي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ایران ته د سفر په درشل کښې په ویانا کښې د روسیې له سفیر سره کتنه وکړه او دواړو لورو د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې.
(last modified 2025-04-16T01:09:16+00:00 )
Apr 16, 2025 05:36 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر نن تهران ته راځي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ایران ته د سفر په درشل کښې په ویانا کښې د روسیې له سفیر سره کتنه وکړه او دواړو لورو د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې.

په ویانا کښې په نړیوالو ارګانونو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف پرون په ایکس اینټرنیټ  پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل نن مو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره کتنه وکړه او زیاته یې کړه مونږ د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ د تماسونو په هکله ځانګړي خبرې وکړې.

د اعلان شوي پروګرام پراساس د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي به نن تهران ته راشي او دلته به د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې له مشر او خارجه وزیر عباس عراقچي سره کتنې او خبرې وکړي.

د ایران د خارجه وزیر د حقوقي او د نړیوږالو چارو د مرستیال د وینا پراساس تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي سفر د دواړو لورو د ملګرتیاو او د تعاملاتو د دوام په چوکاټ کښې ترسره کیږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په تیرې دوشنبې ورځ هم د ایران د اسلامي جمیهوریت له دائمي استازي او نوي سفیر رضا نجفي سره کتنه کړي وه.