د امریکا بهرنۍ مرستې نړیوال انساني کړکیچونه زیاتوي
(last modified Mon, 21 Apr 2025 00:48:13 GMT )
Apr 21, 2025 05:18 Asia/Kabul
  • د امریکا بهرنۍ مرستې نړیوال انساني کړکیچونه زیاتوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د روغتیا ادارې یوې چارواکي پرون خبرداری ورکړی د امریکا لخوا د بهرنیو مرستو کمول کولای شي په ټوله دنیا کښې په سختو انساني کړکیچونو باندې دباونه زیات کړي.

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) د ختیځې مدیترانې سیمې مدیرې «حنان بلخي» فرانسې خبري اژانس ته وویل د طبي ډلو ، د درملو د برابرولو او د درملنې او د روغتیا د مرکزونو د نوي کولو ملاتړ کول ټول نیغ په نیغه د امریکا د ملاتړونو د بندیدا تر اغیز لاندې ورغلي دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې واک ته له رسیدا وروسته عملا خارجي مالي مرستې بندې کړي دي  او د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس یعني یو ایس ایډ (USAID)اژانس او د نورو پروګرامونو له مینځه وړل یې اعلان کړي دي.

ټرامپ دغه راز د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوال اژانس ډبلیو ایچ او څخه د وتلو پروګرام هم اعلان کړی دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د ختیځې مدیترانې مدیرې حنان بلخي په غزې ، سوډان او یمن کښې روانې جګړې د داسې سیمو په توګه یاد کړې چې د درملنې او د روغتیا موسسې او د مرستو رسولو پروګرامونه هلته له دغو  بدلونونو مخکې د بودجې په تامینولو کښې تر دباو لاندې وو.