چین ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر ارزښت
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن (چهارشنبه) د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۲۳مه د چین له چارواکو سره د لیدنو او مشورو لپاره پکن ته ورسېد.
عراقچي ته د پکن په هوايي ډګر کې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او په دې هېواد کې د ایران سفیر "محسن بختیار" له خوا هرکلی وشو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د لوړې کچې مشورو په چوکاټ کې ترسره شو.
عراقچي په دې سفر کې د ایران ولسمشر "مسعود پزشکیان" لیک او پیغام د چین ولسمشر "شي جین پینګ" ته سپاري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند "ګوئو جیاکون" د دې سفر په اړه وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو هوکړو د پلي کولو، د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي باور ژورولو، په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پرمختګ او د څو اړخیزې همکارۍ د ملاتړ لپاره ډېر مهم دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند "اسماعیل بقايي" هم په ایکس شبکه کې د عراقچي د چین سفر په اړه لیکلي: ایران او چین د نړیوالو موضوعاتو په اړه د ګډ لید او د متقابل باور او احترام پر بنسټ، په جدي توګه د دواړو ولسونو د ګټو د تامین لپاره ګامونه اخلي.چ
بقايي زیاته کړه: د دواړو خواوو ترمنځ دوامداره او نږدې مشورې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ارادې څرګندې نښې دي چې په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
عراقچي، چې د خپل چینايي سیال د رسمي بلنې پر اساس پکن ته تللی، د چین د لومړي وزیر له مرستیال "ډینګ شوئهشیانګ" سره هم ولیدل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو ولسونو ترمنځ د پخوانیو دوستانه اړیکو یادونه وکړه، د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ په چوکاټ کې د وروستیو همکاریو جاج یې واخیست او د ۲۵ کلنې جامع همکارۍ پروګرام د چټک پلي کولو د لارو چارو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چین د ایران لپاره د یوه ستراتیژیک او باوري شریک په توګه یادونه وکړه او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت، په ځانګړې توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان او بریکس ډلې په چوکاټ کې ټینګار وکړ.
په دې سفر کې عراقچي د دواړو خواوو د ګټو وړ موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادلې او مشورو ترڅنګ، د ۲۵ کلنې همکارۍ پروګرام د پلي کولو پر بهیر له چینايي چارواکو سره خبرې کوي.
چین د ایران د اټومي خبرو اترو یو مهم او مثبت رول لوبوونکی غړی دی او په دې سفر کې به له چینايي چارواکو سره د ایران د اټومي موضوع په اړه هم خبرې وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په دې سفر کې د خپل چینايي سیال "وانګ یي" سره د ۲۵ کلنې جامع همکارۍ پروګرام د پلي کولو پرمختګ هم وڅېړي؛ دا پروګرام، چې د ۲۵ کلن سند په نوم یادیږي، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم سند ګڼل کېږي.
ایران او چین په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۵ کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ؛ دا دواړه هېوادونه، چې د بریکس او شانګهای د همکارۍ سازمان مهم غړي دي، په څو اړخیزو اقتصادي چوکاټونو کې همکاري، د ډالر پر ځای د نورو اسعارو کارول او نړیوالو او سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا تعقیبوي.
د ایران او چین ګډ لید او ګټې له دوی دوه باوري شریکان جوړ کړي چې په سختو شرایطو کې یې همکارۍ ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د هدفمند کولو له لارې خپلې ګډې ګټې لا زیاتې تامین کړي.
د عراقچي چین ته سفر او د چینايي چارواکو سره مشورې به د دواړو هېوادونو د ډیپلوماسۍ په سیمهییزو او نړیوالو اړیکو اغېز ولري.
ایران او چین په نړیوالو او سیمهییزو معادلاتو کې مهم رول لري.
د ایران اسلامي جمهوریت او چین، د بریکس (د نويو اقتصادونو ائتلاف) او د شانګهای د همکارۍ سازمان په دوو مهمو سازمانونو کې د غړیتوب او همکارۍ له لارې، د نړیوال اقتصاد په بدلونونو او امنیت په تامینولو کې مهم رول لري.
د ایران او چین اقتصادي همکارۍ پراختیا به د لوېدیځې اسیا او منځنۍ اسیا پر بازارونو او په دوام یې د اوراسیا پر سیمه اغېز ولري.
ایران، د نړۍ د انرژۍ د یوه مهم مرکز په توګه، او چین، د نړۍ د لومړي تولیدوونکي هېواد په توګه، د اقتصادي همکارۍ د زیاتولو لپاره مناسبې زمینې لري.