ټرمپ: زلنسکي د سولې مخه نیسي
ټرمپ ادعا کړی ده چی د جګړې د ختمېدو یو تړون ډېر نږدې شوی و، خو د زلنسکي لخوا د امریکا د شرطونو ردول به دا شخړه نوره هم اوږده کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي انتقاد کړی، او هغه یې د سولې د خبرو د ځنډ مسؤل بللی.
نوموړي ویلي، د زلنسکي لخوا کریمیا د روسي د یوې برخې په توګه نه منل د جګړې پای ته رسېدو مخه نیسي.
ټرمپ ادعا کړی ده چی د جګړې د ختمېدو یو تړون ډېر نږدې شوی و، خو د زلنسکي لخوا د امریکا د شرطونو ردول به دا شخړه نوره هم اوږده کړي.
زلنسکي بیا ویلي چې د کریمیا پر سر هېڅ ډول معامله نهشي کېدای، او دا کار د اوکراین د اساسي قانون خلاف دی.
اوکراین له ډېر پخوا راهیسې وایي چې کریمیا به هېڅکله روسیې ته پرې نه ږدي.
ټرمپ مخکې ویلي و چې دی کولی شي د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه په یوه ورځ پای ته ورسوي، خو اوس چې د ولسمشرۍ د ۱۰۰ ورځو پوره کېدو ته نږدې شوی، لا هم اوربند نه دی رامنځته شوی.