د بندیانو کورنیو د جنګ ختمول د اسرائیلو په ګټه وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د بندیانو کورنیو دې ته په اشارې سره چې اویا فیصده صهیونیسټان د جنګ د بندولو غوښتونکي دي ټینګار وکړ چې د جنګ ختمول د اسرائیلو په ګټه دي.
په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د بندیانو کورنیو په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ: د جنګ ختمول د اسرائیلو په ګټه او د خلکو د ارادې بیانونکي دي او باید د تحقیق یوه کمیټه جوړه شي.
په غزې کښې د صهیونیسټ بندیانو کورنیو دغه راز وویل د دغه رژيم اویا فیصده وسیدونکي د جنګ د بندولو او د خپلو بندیانو له غزې تړانګې د ستنولو غوښتونکي دي خو هغه څه چې وینو یې له افق پرته جنګ دی او مونږ د موافقې او د بندیانو د خوشي کولو غوښتونکي یوو خو لومړی وزیر نتانیاهو د یوې جزيي او د خپلې خوښې د یوې موافقې د ترلاسه کولو کوشش کوي.
په غزې کښې د اسرائیلو د بندیانو کورنیو ټینګار وکړ کله چې جنایتکار بنیامین نتانیاهو وايي چې پوځي دباو زمونږ بچیان بیرته راګرځوي نو هغه دروغ وايي، مونږ غواړو چې زمونږ بچیان په یو وار بیرته راشي او که چیرې نتانیاهو ورسره مخالفت وکړ نو باید نسکور کړو، نتانیاهو د کورنۍ جاسوسۍ ادارې شاباک د مشر د څنګ کولو کوشش کوي او زمونږ د بچیانو بیرته راستنیدا ته اهمیت نه ورکوي بلکې هغوې قرباني کوي.