د فلسطین د کډوالو په تمبووانو بریدونه جنګي جنایت دی
(last modified Fri, 25 Apr 2025 07:09:07 GMT )
Apr 25, 2025 11:39 Asia/Kabul
  • د فلسطین د کډوالو په تمبووانو بریدونه جنګي جنایت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په غزې او دغه راز په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو او د تیریګرو اقداماتو دوام په کلکه وغاند.

هغه د غزې تړانګې د کلابندۍ دوام او د کډوالو د وسیدو په موقته خیمو او کیمپونو باندې د صهیونیسټ تیریګر رژيم د حملو له زیاتیدا سره په یووخت غزې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو  مخه نیول د بشريت پرضد جنایت او د جنګي جنایت عیني مصداق وباله او د جنګي جنایتونو او د نسل کشۍ په خاطر یې د صهیونیسټ رژیم د مشرانو د محاکمه کولو او  سزا کولو لپاره د پریکنده نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دغو جنایتونو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په بې عملۍ باندې نیوکې سره امریکا او  ځینې اروپايي هیوادونه چې هماغه راز  له صهیونیسټ رژيم سره خپلو وسله والو مرستو ته دوام ورکوي په ترسره شویو جنایتونو کښې د صهیونیسټ رژیم په جرمونو کښې شریک وبلل.

هغه دغه راز د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ پرضد د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام ، د اوربند د موافقې بیا بیا خلاف ورزیانې ، د لبنان په بیلابیلو سیمو باندې د بې پایلوټه الوتکو او هوايي حملې او په لبنان کښې د سیاسي او د ټولنیزو فعالانو وژل په کلکه وغندل او د اسرائیلو د دغو جنایتونو او د تیریو د بندولو لپاره یې د مللګروملتونو او د اوربند د موافقې د ضمانت کونکو هیوادونو  په مسوولیت ټینګار وکړ.