د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159382-د_غزې_د_شهیدانو_شمېر_۵۱_زره_او_۴۳۹_ته_لوړ_شو
پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
(last modified 2025-04-26T01:42:31+00:00 )
Apr 26, 2025 06:05 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو

پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له خاورو څخه د شپږو کسانو د جنازو د ایستلو په ګډون د ۸۴ شهیدانو جسدونه او همدارنګه ۱۶۸ ټپیان د غزې په مختلفو سیمو کې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د دې وزارت د راپور له مخې او د نویو احصایو په ګډون، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او  ۴۳۹ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره او ۴۱۶ کسانو ته لوړ شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ټینګار کړی چې د ډېری شهیدانو جسدونه لاهم د کنډوالو او خاورو لاندې او یا پر سړکونو باندې پراته دي او د عامه ځواکونو او ملکي وګړو لپاره دا ممکنه نه ده چې دوی ته لاسرسی ولري.