د ایران په جنوب کښې د شهید رجايي بندر د اور علت معلوم شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران په جنوب کښې د هرمزګان ولایت په شهید رجايي بندر کښې د اور د لګیدا په علت د غور کولو کمیټۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره د خپل غور لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.
د پاک پروریګار په نوم سره د خواشینونکي پیښې د رامینځته کیدا په مناسبت د تسلیت د وړاندې کولو په ترڅ کښې ټولو ایرانیانو ته دغه اطلاع رسول کیږي چې په شهید رجايي بندر کښې د اوربند د لګیدا په پیښې باندې د غور کولو کمیټۍ له کارپيژاندو او متخصصانو سره د څو غونډو له ترسره کولو وروسته خپلې لومړۍ نتیجې په لاندې ډول اعلانوي:
۱ د پد افند غیر عامل یعني ملکي دفاع او د ایمني اصولو په رعایتولو کښې قصور څرګند شوی دی.
۲ په ځینو موردونو کښې خلاف خبرې شوي او امنیتي او قضايي ادارې په جدیت سره د خلاف ورزۍ کونکو د پیژندلو کوشش کوي.
۳ د شهید رجايي بندر د اور د لګیدا د پيښې پریکنده علت معلومول د اور د بیلابیلو اړخونو په هراړخیزه او کامل ډول څیړلو ته ضرورت لري چې د کارپيژاندو لخوا د غور کولو د ضرورت په دلیل د فني او د ازموینو د بهیرونو کچ کولو ته ضرورت لري که څه هم د وخت له ضایع کولو پرته به د هغه اجرايي مرحلې تعقیب شي او نتیجې به یې په چټکۍ سره د ایران خلکو ته اعلان شي.
د ایران ګرانو هیواد والو ته ډاډ ورکول کیږي چې د شهید رجايي بندر د اور د پیښې له ټولو ګرمو کسانو سره به له هیڅ اغماض پرته چلند وشي نو ځکه خو د ایران له خلکو غوښتنه کیږي چې د بندر عباس د پیښې په اړوند خبرونه یوازې له دغه کمیټۍ څخه چې د هرمزګان ولایت د والي په مشرۍ جوړه کړې شوي ده تعقیب کړي.