د افغانستان دښمنانو ملی وحدت په نښه کړی دی
د افغانسان د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ویلي چې «د اسلام دښمنان» هڅه کوي په افغانستان کې بېباوري او کورني اختلافات رامنځته کړي، او دا چې د نظام بقا یوازې د وحدت، اطاعت او بیعت له لارې ممکنه ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر «ندا محمد ندیم» په کابل کې په یوې دیني مدرسې کې د وینا پر مهال له افغان ولس څخه وغوښتل چې د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي چې د دښمن تبلیغات بلل کیږي.
هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د حکومت دننه د بېباورۍ او اختلاف د رامنځته کولو هڅې روانې دي، نو ځکه باید د «د اسلام دښمنانو» تبلیغاتو ته پاملرنه ونه شي.
ندا محمد ندیم وویل چې طالبان یوازې د خپل مینځي وحدت او د خپلو مشرانو د اطاعت له لارې کولای شي د افغانستان اوسنی نظام وساتي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر همداراز ټینګار وکړ چې باید د واکمنۍ او ولس ترمینځ واټن رامنځته نه شي، او د بېباورۍ او اختلاف د پیدا کېدو مخه باید ونیول شي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال «رحمت.... نجیب» هم ویلي وو چې ځینې کړۍ د طالبانو پر ضد د ډلو د تنظیم هڅه کوي. پر دې سربېره ، په دې وروستیو کې د طالبانو مشر «هبتا.... اخوندزاده» هم په کندهار کې د یوې وینا پر مهال د طالبانو له غړو غوښتي وو چې له اختلافاتو دې ډډه وکړي.