اسلامی ایران به د خپلو یورانیمو بډایولو ته هماغه راز دوام ورکړي
پارسټودي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له خپل سیال سره په لیدنې کې وویل: د ایران او روسیې اړیکې هره ورځ لا نږدې او ټینګې کېږي.
د پارسټودي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنې کې د تهران او مسکو د دریځونو ورته والی د ډېرو نړیوالو مسئلو په اړه د قناعت وړ وباله او وې ویل چې دواړه هېوادونه په ټولو موضوعګانو کې تل د یو بل ملاتړ کوي.
عباس عراقچي د تېر یو نیم کال په مودې کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پنځه لیدنو او د بهرنیو چارو وزیرانو پرلهپسې ملاقاتونو ته په اشارې سره، دوهاړخیزې اړیکې څو اړخیزې وبللې او زیاته ئې کړه: دا اړیکې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، دفاعي او امنیتي برخې رانغاړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: اوس مونږ دا فرصت لرو چې د اړیکو د جزییاتو د بیا کتنې او لا ډېرې همغږۍ له لارې، د سیمې او نړیوالو مسایلو په اړه هم نظرونه تبادله کړو.
عراقچي همداراز د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا پر ایران د پوځي تېري د غندلو او د ایران له ملت سره د روسیې د پیوستون په اعلان هم مننه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د دغې کتنې په پیل کې د خپل ایراني سیال په کوربهتوب خوښي څرګنده کړه او وې ویل: د روان میلادي کال تر ټولو مهم او برجسته پېښه زمونږ په اړیکو کې د جامع سټراتیژیک تړون لاسلیک او د هغه عملي کېدل دي.
لاوروف زیاته کړه: د تهران او مسکو تړون زمونږ د همکاریو ځانګړی مقام ټینګوي او د ټولو برخو لپاره د ۲۰ کلونو لیدلوری ټاکي.
هغه وویل: د لومړي ځل لپاره به د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو ترمینځ د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د مشورو پروګرام لاسلیک شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز د روسیې له خارجه وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: ایران د اېنپيټي (NPT)تړون یو ژمن غړی دی، خو له خپلو حقوقو، په تیره بیا د ایټمي انرژۍ له سولهییزې استفادې او د یورانیمو له بډایولو به هېڅکله لاس وانخلو.
عراقچي وویل: د زور له لارې» هغه سوله چې امریکا ئې مطرح کوي، د نړیوالې ټولنې لپاره خطرناکه ده.
هغه زیاته کړه: ایران او روسیه دواړه د امریکا او د اروپا د ځینو هېوادونو لهخوا د غیرقانوني بندیزونو سره مخ دي چې باید په ګډه ئې مقابله وشي.
عراقچي په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ: زمونږ لهخوا امریکا ته هېڅ پیغام نه دی لېږل شوی او مونږ د ډیپلوماسۍ مېز نه دی پرېښی؛ دا امریکا وه چې د خبرو اترو په مننځ کې ئې له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ. که امریکا خپل دریځ اصلاح کړي او له برابر موقف څخه خبرو ته چمتو شي، مووږ هم خبرو ته تیار یو.
هغه وویل: هغه څه چې امریکا یې له مذاکرې غواړي، د شرایطو تپل دی. رښتینې خبرې هغه وخت کېږي چې امریکایان خپل چلند بدل کړي. هغه څه چې دوی په پوځي عملیاتو کې ترلاسه نه کړل، د خبرو اترو په مېز کې به هم ورته ونه رسېږي.