د ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د ټرمپ جنجالي فعالیت
پارس ټوډې – سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو ۱۰۰ ورځې تېرې شوې. د ایپسوس نظرپوښتنې انسټیټوټ د یوې نوې نظرپوښتنې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړیو ۱۰۰ ورځو د فعالیت په اړه د امریکایانو رضایت د تېرو ۷۰ کلونو د ولسمشرانو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
د ایپسوس نظرپوښتنې په بېلابېلو موضوعاتو – له انفلاسیون او کډوالۍ نیولې تر مالیاتو او د قانون تر حاکمیت پورې – وښودله چې د ټرمپ له فعالیت څخه ناراضه امریکایانو شمېر په ټولو دغو موضوعاتو کې د راضي کسانو په پرتله زیات دی. حتی د کډوالۍ په موضوع کې، چې د ټرمپ د پیاوړتیا ټکی ګڼل کېږي، یوازې ۴۵ سلنه خلکو د هغه د فعالیت ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۴۶ سلنه یې مخالفت کړی دی.
د ایپسوس له خوا یوې بلې نوې نظرپوښتنې هم ښودلې چې د امریکا اکثریت خلک د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې د بهرنیو هېوادونو د تصرف، له دې هېواده بهر ته د بندیانو لېږدولو او د درېیمې دورې ولسمشرۍ لپاره بېرته واک ته د راستنېدو په اړه دي، ټوکې نه ګڼي او په کلکه ورسره مخالفت کوي.
د دې نظرپوښتنې موندنې د ټرمپ د نیتونو په اړه د ګوندي اختلاف ژوروالی ښيي؛ داسې چې ډیموکراټان د جمهوري غوښتونکو په پرتله د ټرمپ څرګندونې په جدي توګه یو واقعي ګواښ ګڼي. د سي این این نوې نظرپوښتنه هم ښيي چې یوازې ۲۲ سلنه امریکایان د ټرمپ د ولسمشرۍ فعالیت په کلکه تائیدوي، چې دا تر ټولو ټیټه کچه ده، په داسې حال کې چې شاوخوا دوه برابره، یعنې ۴۵ سلنه، د هغه له فعالیت څخه په کلکه ناراضه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو دریځونو او فعالیتونو څخه په کلکه دفاع کړې ده. ټرمپ د خپل دولت د ۱۰۰ ورځنۍ لمانځنې په مناسبت سې شنبې په ورځ مشیګان ته ولاړ او هلته یې وینا وکړه. هغه په دې وینا کې حاضرینو ته وویل چې هغه تازه پیل کړی او امریکا د سمې لارې په لور روانه ده. هغه ادعا وکړه: په ۱۰۰ ورځو کې موږ په واشنګټن کې د ۱۰۰ کلونو په اندازه ژور بدلونونه راوستل.
رویټرز خبري آژانس د ټرمپ د ۱۰۰مې ورځې د لمانځنې په مناسبت د هغه وینا انعکاس ته ورکړ او لیکلي دي: «ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې هغه څه وستایل چې هغه لویې اقتصادي بریاوې بلي او له ډیموکراټانو یې سخته نیوکه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې شمېرې ښيي چې د تجارت او کډوالو په تړاو د هغه د تندو سیاستونو په اړه د امریکایانو شکمن نظر مخ په زیاتېدو دی.
که څه هم ټرمپ کولای شي د خپلې نوې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو لپاره په کورني سیاست کې یو شمېر بریاوې وښيي، خو په بهرني سیاست کې یې چندانې لاسته راوړنې نه دي درلودلې. د فدرالي حکومت په بدلونونو کې د ټرمپ اقدامات خورا یرغلیز وو. هغه د ایلان ماسک (د دولت د موثریت وزیر) او په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو په ملاتړ، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) بودیجه پرې کړه، په وزارتونو کې یې کارکوونکي کم کړل، د فدرالي هوساینې په ځینو پروګرامونو کې اصلاحات راوستل او په پای کې یې د پوهنې وزارت له منځه یووړ. البته، دا اقدامات له ننګونو پرته نه وو.
د هغه د کابینې ځینې غړي، لکه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ماسک مداخلې د خپلو وزارتونو له صلاحیتونو سره په ټکر کې ګڼلې او له هغه سره یې شخړې وکړې. په کلتوري برخه کې هم ټرمپ جدي بدلونونه تعقیب کړل: یوازې د نارینه او ښځینه دوو جنسونو په رسمیت پېژندل، د ښځو له سپورټ څخه د تراجنسیتي کسانو جلا کولو هڅې د هغه د کلتوري اقداماتو دوه بېلګې دي. د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونه تر ټولو مهم وو. هغه د سویلي سرحدونو څارنه زیاته کړه، مکسیکو ته یې د تعرفې جګړې ګواښ وکړ او د اجرایوي فرمانونو په لاسلیکولو سره یې، د غیرقانوني کډوالو د نیولو پروسه اسانه کړه. د کډوالۍ مسئله د جمهوري غوښتونکو او حتی ځینو ډیموکراټانو د بېلابېلو اندېښنو، لکه د نشهيي توکو په قاچاق کې رېښه لري؛ خو اصلي لامل یې د امریکا د ټولنې د کلتوري جوړښت د بدلون په اړه د دوی اندېښنه ده. تر اوسه، د ټرمپ کډوالي سیاستونه د هغو کمو مواردو څخه دي چې رایه ورکوونکي د ټرمپ له فعالیت څخه نسبتاً راضي دي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په مکرر ډول سولې ته د نړۍ د بېرته راګرځولو ژمنې کړې وې. خو تر اوسه په دې برخه کې بریالی نه دی. که څه هم د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټرمپ بیا سپینې ماڼۍ ته د رسېدو سره سم په غزه کې اوربند منلی وو؛ خو له هغه یې سرغړونه وکړه او په غزه کې د جګړې اور بیا بل شو.
په اروپا کې، ټرمپ توانېدلی چې د روسیې او امریکا ترمنځ تر یوې کچې تاوتریخوالی کم کړي چې د بایدن د سیاست په پرتله یو بنسټیز بدلون دی؛ خو لا یې هم په اوکراین کې د جګړې د اوربند په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی او په دې لاره کې جدي خنډونه شته، په تېره بیا د ټرمپ د سولې د هغه تړون پر وړاندې د اروپايي هېوادونو او اوکراین مقاومت دی چې سبب کېږي د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره روسیې ته وسپارل شي.