د غزې ۶۰ فیصده ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي
May 03, 2025 13:03 Asia/Kabul
په غزې تړانګه کې طبي سرچینو اعلان وکړ چې په سیمه کې د خوړو او درملو د نشتوالي او د صیهوني رژیم لخوا د غزې د دوامداره محاصرې له امله، ۶۰٪ ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د غزې د روغتونونو رییس وویل: "د صهیونیسټ رژیم لخوا د لګول شوي محاصرې له امله شاوخوا ۶۰ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي صیهونیسټ رژیم د اړینو طبي تجهیزاتو د ننوتلو مخه نیسي، او د غزې تړانګه د بندیز له امله له قحطۍ سره مخ ده.
په ورته وخت کې، په غزه کې د کویت تخصصي روغتون خبرداری ورکړ: د لارو د دوه میاشتو بندیدو له امله، ناروغان د خوړو او اساسي درملو له سخت کمښت سره مخ دي.
د روغتون رییس چې په رفح سیمه کې موقعیت لري، یادونه وکړه چې د غزې تړانګه د ۷۵ فیصدو زیاتو اړینو درملو له سخت کمښت سره مخ ده
ټیګونه