د یمن توغندیو تل ابیب ولړزاوه؛ د نیواکي فلسطین په ۱۰۰ سیمو کې د خطر زنګونه ووهل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159660-د_یمن_توغندیو_تل_ابیب_ولړزاوه_د_نیواکي_فلسطین_په_۱۰۰_سیمو_کې_د_خطر_زنګونه_ووهل_شول
یحیی سریع ټینګار وکړ: ټول اسلامي ملت به د چوپتیا او تسلیم پایلې وزغمي. هغه څه چې په غزه کې پیښیږي ژر یا وروسته به نورو هیوادونو ته ورسیږي. دښمن به خپل یرغلونه پراخ کړي. له همدې امله، نن د غزې ملاتړ چې له ټولو خواوو دفاع کوي ، له دې انتظار کولو غوره ده چې خطر ټولو پلازمینو ته ورسیږي.
(last modified 2025-05-04T07:09:27+00:00 )
May 03, 2025 14:58 Asia/Kabul
  • د یمن توغندیو تل ابیب ولړزاوه؛ د نیواکي فلسطین  په ۱۰۰ سیمو کې د خطر زنګونه ووهل شول

یحیی سریع ټینګار وکړ: ټول اسلامي ملت به د چوپتیا او تسلیم پایلې وزغمي. هغه څه چې په غزه کې پیښیږي ژر یا وروسته به نورو هیوادونو ته ورسیږي. دښمن به خپل یرغلونه پراخ کړي. له همدې امله، نن د غزې ملاتړ چې له ټولو خواوو دفاع کوي ، له دې انتظار کولو غوره ده چې خطر ټولو پلازمینو ته ورسیږي.

د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن اعلان وکړ د مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ او د امریکا په ملاتړ د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې د خلکو په وړاندې د نسل وژنې د جنایت  د غندلو په چوکاټ کې، د یمن وسله والو ځواکونو د نیواکی سیمې  یافا (تل ابیب) په جنوب کې د صهیونیسټ رژیم یو پوځي هدف په نښه کړ.

هغه وویل: "دا عملیات د فلسطین ۲ هایپرسونیک بالیستیک په توغندیو سره ترسره شول، او توغندی په بریالیتوب سره خپل هدف وویشت، او د دښمن دفاعي سیسټمونو  د مقابلې توان نه درلود.

یحیی سریع ټینګار وکړ: ټول اسلامي ملت به د چوپتیا او تسلیم پایلې وزغمي. هغه څه چې په غزه کې پیښیږي ژر یا وروسته به نورو هیوادونو ته ورسیږي. دښمن به خپل یرغلونه پراخ کړي. له همدې امله، نن د غزې ملاتړ چې له ټولو خواوو دفاع کوي ، له  دې انتظار کولو غوره ده چې خطر ټولو پلازمینو ته ورسیږي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل: "زموږ ملاتړ او مرسته به د غزې پر ضد د تیري تر پایه پورې دوام وکړي .

نن سهار اسراییلي رسنیو اعلان وکړ چې له  یمن د توغندي له توغولو وروسته، د نیواکی  فلسطین په ۱۰۰ سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.