د ایکس کاروونکي | له اسلامه وېرونه؛ ټولنیز واقعیت که سیاسي پروژه؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168396-د_ایکس_کاروونکي_له_اسلامه_وېرونه_ټولنیز_واقعیت_که_سیاسي_پروژه
پارس ټوډې – د ایکس کاروونکو په لوېدیځ کې له اسلامه د وېرونې جریانونه ساختګي او غیرواقعي وبلل.
(last modified 2025-12-13T12:38:20+00:00 )
Dec 13, 2025 17:06 Asia/Kabul
  • د ایکس کاروونکي | له اسلامه وېرونه؛ ټولنیز واقعیت که سیاسي پروژه؟

پارس ټوډې – د ایکس کاروونکو په لوېدیځ کې له اسلامه د وېرونې جریانونه ساختګي او غیرواقعي وبلل.

د ایکس ټولنیزې شبکې له هیاهو په ډکې فضا کې، یو د پام وړ لیدلوری راپورته کېږي چې په لوېدیځ کې د تنظیم شویو له اسلامه وېرونې جریانونو شتون په عمومي ډول تر پوښتنې لاندې راولي. په دې پلیټ فارم کې ځینې فعال کاروونکي په کلکه باور لري چې « له اسلامه وېرونې » نومې پدیده زیاتره یوه رسنیزه او سیاسي برخه ده، نه د پراخ ټولنیز واقعیت انعکاس. دوی استدلال کوي چې دا اصطلاح ډېری وختونه د اسلام پورې تړلو افکارو او کړنو په اړه د هر ډول مشروع انتقاد یا بحث د خاموش کولو لپاره کارول کېږي.

د پارس ټوډې په دې مطلب کې د ایراني او بهرنیو ایکس شبکې کاروونکو نظرونو ته یوه کتنه شوې ده.

د پارسا صدیقي په نوم یوه کاروونکي لیکلي: د شلمې پېړۍ له پای څخه، لوېدیځوالو له اسلامه د وېرونې جریان رهبري کړې او په اداره کولو سره یې ډېرو ګټو ته رسېدلي دي.

یوه بل کاروونکي آریو زیاته کړې: ټرمپ نړۍ له اسلامه  د وېرونې په پلمه لوټ کړه، نو باید دا وساتي تر څو لوټل دوام ومومي.

د MyMission په نوم یوه کاروونکي لیکلي: له اسلامه  وېرونه یو اسرائیلي رواني عملیات دي چې له ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ میلادي لسیزو پیل شوې ده.

یوه بل کاروونکي Rohit ویلي: له اسلامه  د وېرونې په نوم هېڅ شی نشته. دا یوه جعلي کلمه ده چې هر ترهګر کله نیول کېږي، تر شا یې پټېږي.

د Sports_Account په نوم یوه بل کاروونکي ویلي: له اسلامه وېرونه نشته. دا هغه مفهوم دی چې د ترهګریز سازمان لخوا اختراع شوی، تر څو مسلمانان تر پوښتنې لاندې راولي.

Harambae هم لیکلي: له اسلامه وېرونه یو بې‌معنا نوم دی. له اسلام څخه وېره په بشپړه توګه غیرمنطقي ده.