پاکستان ته د عراقچي د سفر اهمیت څه دی؟
(last modified Mon, 05 May 2025 07:40:42 GMT )
May 05, 2025 12:10 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د عراقچي د سفر اهمیت څه دی؟

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادلې په موخه، له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او سلامشورو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.

په هند براعظم کې اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي کمولو کې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ته په پام سره، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر اوسنی سفر ځانګړی اهمیت لري. دا د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنیو چارو وزیر لخوا پاکستان ته دویم سفر دی. عراقچي تېر کال هم له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر به اسلام آباد ته د خپل یو ورځني سفر په جریان کې، د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره جلا جلا لیدنې وکړي.

عراقچي اسلام آباد ته په رسېدو سره، پاکستان ته د خپل سفر د اهدافو په اړه وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا مهمې دي، لکه څنګه چې د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره د ایران اړیکې هم مهمې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د سیمې وضعیت د ایران لپاره خورا مهم دی او د تاوتریخوالي کمولو باندې د ټینګار ترڅنګ، له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوو چې له زغم څخه کار واخلي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي. عراقچي هیله څرګنده کړه چې د ایران او پاکستان ترمنځ همکاري به ښې لارې ته راشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ: ایران او پاکستان نږدې دوه اړخیزې اړیکې لري چې دا په ګډ تاریخ، کلتور او مذهب کې ریښې لري. تمه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر به موجوده اړیکې نورې هم پیاوړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکاري زیاته کړي.  په دې بیانیه کې په دوام سره راغلي: په لوړه کچه دا سفر، د پاکستان او ایران د ورور ملت ترمنځ د ژورو او قوي اړیکو ښودنه کوي.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د دوامداره مشورو او غونډو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادلې اهمیت ته په اشارې سره وویل: ختیځ ګاونډي ته د عراقچي سفر د تهران او اسلام آباد ترمنځ د دوامداره همکارۍ لپاره د لارې نقشې جوړولو کې یو مهم ګام دی.

په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو هم اسلام آباد ته د عراقچي د سفر د اهمیت په اړه وویل: موږ په دې حساس وخت کې اسلام آباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر خورا مهم ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل او اجماع د پیاوړتیا لپاره د خپل مهم ګاونډي ایران له هڅو ستاینه کوو.

په تهران کې د پاکستان سفیر، د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ له کړکېچ وروسته، د ایران او پاکستان د مشرانو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستیو مشورو ته په اشارې سره زیاته کړه: پاکستان له زغم څخه د کار اخیستو ترڅنګ، په هند کې د وروستي برید په اړه د شفاف او بې طرفه تحقیقاتو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ اړیکې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري کچې پراخې شوې دي. د تهران او اسلام آباد ترمنځ کلتوري او تاریخي شرایط او قوي سیاسي اړیکې، د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو د زیاتوالي لامل شوي دي.

پاکستان د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پورې اړوند پروژو له لارې چین او سویلي آسیا ته اړیکه برابره کړې ده او له بلې خوا، د چین ستراتیژیک متحد دی، او دا به له چین سره په سیمه ایزه همکارۍ کې د ایران لپاره اغېزمن وي. ایران او پاکستان دوه مسلمان هېوادونه او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د ECO په څېر سازمانونو غړي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پراخو تعاملاتو لپاره لاره هواره کړې ده.

دې ته په کتو چې پاکستان یو ګڼ نفوسه هېواد دی او دا هېواد په ځانګړې توګه د کرنې، خوراکي صنعت او ودانیزو په برخو کې ایراني توکو ته اړتیا لري، د ایران سرحدي ولایتونه کولای شي د صادراتو د زیاتوالي او له دې هېواد سره د اقتصادي اړیکو د ژورولو لپاره د دروازې په توګه عمل وکړي.

د عراقچي سفر په داسې وخت کې کېږي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وروستي ترهګریز برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی او د ایران اسلامي جمهوریت د نوي ډیلي او اسلام آباد سره د لوړې کچې سیاسي اړیکو ته په پام سره، کولای شي د منځګړیتوب لپاره له خپلو ډیپلوماټیکو وړتیاوو څخه کار واخلي.

د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا به، د هند په نیمه وچه کې د امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي او دواړه هېوادونه په مختلفو سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د اړیکو پراختیا لپاره مناسبې زمینې لري.