د سوریې د موقته حکومت مشر له اسرائیلو سره خبرې تائید کړې
(last modified Thu, 08 May 2025 06:04:38 GMT )
May 08, 2025 10:34 Asia/Kabul
  • د سوریې د موقته حکومت مشر له اسرائیلو سره خبرې تائید کړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د موقته حکومت مشر احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی د مینځګړو له لارې له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو د ترسره کیدا خبر ورکړ او هدف یې د دواړو لورو له کنټرول څخه د حالاتو د وتلو مخنیوی وباله.

احمد الشرع په سوریې باندې د اسرائیلو په هوايي بریدونو باندې نیوکې سره دغه اقدامات بې هدفه ټکرونه وبلل چې د هغه په وینا په سوریې کښې د تاوتریخوالي د رامینځته کیدا سبب شوي دي.

هغه وویل مونږ هڅه کوو د هغو هیوادونو له لارېه چې له اسرائیلو سره په تماس کښې دي دباو راوړو چې تل اویو د سوریې په هوايي حریم باندې تیریو او په ځینو تاسیساتو باندې د حملو کول بند کړي.

د سوریې د موقته حکومت د مشر احمد الشرع دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو په تیرو څو اونیو کښې د سوریې په داخل کښې خپلو حملو ته دوام ورکړی او په دمشق کښې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په پینځه سوه میټرو کښې یې هم په ځینو سیمې حملې کړي دي.

د سوریې د  موقته حکومت مشر ابو محمد الجولاني په تیرو څو میاشتو کښې د اسرائیلو لخوا د سوریې د ګڼ شمیر سیمو د نیولو په هکله هیڅ خبره ونکړه او غلی پاتی شو.

اسرائیلو په دمشق کښې د پخواني ولسمشر بشار اسد د حکومت د مخالفانو واک ته له رسیدا وروسته د مقاومت د چورلیز د کمزوري کولو لپاره د هڅې په چوکاټ کښې په سوریې کښې په ځینو سیمو سختې بمباریانې کړي دي او ګڼ شمیر بې ګناه خلک یې وژلي او ژوبل کړي هم دي.