د اسرائیلو نیواکګر رژیم به یوازې د خپل ځان دفاع وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پوځي حملو د بندولو لپاره د یمن د انصار الله غورځنګ او د امریکا ترمینځ د اوربند موافقې ته غبرګون وښود او ویې ویل زما لارښوونکي قاعده دا ده چې اسرائیل به په هرو شرایطو او هره سیمه کښې په یوازې ځان خپله دفاع وکړي.
د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو دغه دریځ په داسې حال کښې دی چې له تل اویو سره له غږملتیا پرته د یمن پرضد د حملو د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ د حکومت فیصله د صهیونیسټ رژیم په سیاسي ټولنو کښې د خپګان د رامینځته کیدا سبب شوي ده.
د اسرائیلو ځینو رسنیو د امریکا دغه اقدام په اسرائیلو باندې یو ډول بې اعتمادۍ وبلله او هغه یې په سیمه کښې د واشنګټن د زاړه شریک په یواړخیزه ډول څنګ ته کول بللی دی.
د عمان رسمي خبري اژانس په تیرې سه شنبې ورځ د خپل هیواد د خارجه وزارت د ویاند په قول وویل چې د تاوتریخوالو د کمولو په هدف سره د امریکا، عمان او په یمن کښې د اړونده چارواکو ترمینځ له وروستیو تماسونو او خبرو وروسته دغه هڅې د امریکا او د یمن ترمینځ د اوربند د موافقې سبب شوې.
د عمان خارجه وزارت ویاند زیاته کړه په راتلونکي کښې به یمن او امریکا په باب المندب او سور سمندر کې د امریکا د کشتیو په شمول په یوه بل حملې ونکړي او د نړیوالو تجارتي کشتیو د تګ راتګ او د ټرانسپورټ ازادۍ به تضمین کړي.
مخکې د امریکا ولسمشر ټرامپ په دې ادعا سره چې په یمن باندې د واشنګټن حملې به بندې شي وویل مینځني ختیځ ته له سفر مخکې به یو مهم خبر اعلان کړم.