چین د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړ
(last modified Fri, 09 May 2025 10:15:15 GMT )
May 09, 2025 14:45 Asia/Kabul
  • چین د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی اعلان کړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د جنوبي آسیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ کمولو لپاره یې د رغنده او منځګړي رول لوبولو لپاره د بیجینګ چمتووالی اعلان کړ.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړ چی  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د کشمیر د برید د قربانیانو د غچ اخیستلو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "چین د اوسنیوبدلونونو په اړه اندیښمن دی"، او زیاته یې کړه چې هند او پاکستان د یو بل دایمي ګاونډیان دي، او دواړه د چین ګاونډیان هم ګڼل کیږي.

لین د دې په بیانولو سره چې چین د ترهګرۍله  هر ډول سره  مخالف  دی ، له دواړو هیوادونو وغوښتل چې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکړي، د ملګرو ملتونو منشور او نورو نړیوالو قوانینو ته غاړه کیږدي، ارام او زغم وساتي، او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت نور هم پیچلی کړي.

د چین د ډیپلوماټیکو خدماتو ویاند ټینګار وکړ چې بیجینګ د هند او پاکستان ترمنځ د اوسني کړکیچ په کمولو کې د رغنده رول لوبولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته لیواله دی.

د هند حکومت د سې شنبې په شپه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې پوځ یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نهه ځایونه په توغندیو سره په نښه کړي دي، چې د دغه هېواد چارواکو ویلي چې د ترهګرو اډې دي.

په امریکا کې د هند سفارت هم په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نوي ډیلي د سیندور عملیاتو په بهیر کې د پاکستان ملکي، اقتصادي یا پوځي تاسیساتو باندې برید نه دی کړی، او یوازې د ترهګرو کیمپونه یې په نښه کړي دي.

له بلې خوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف تایید کړې چې د دغه  جنګي الوتکو او په ورته وخت کې دافع هوا د هند له  توغندیز برید وروسته د پنځو هندي جنګي الوتکو په  نسکورولوکې بریالي شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د نوي ډیلي لخوا د ترهګرو د مرکزونو په نښه کولو ادعا بې بنسټه ده او موخه یې د نړیوالو افکارو غړول  دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف هم نن سهار په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د نوي ډیلي د برید ځواب لا هم روان دی، او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې د هند د برید له امله د مړیو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شوی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي

د فرانسوي ورځپاڼې لي فیګارو ویب پاڼې هم د هندي پولیسو له قوله ویلي چې په پونچ باندې د پاکستان د توپخانې له برید وروسته لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.