د اروپا ځينو لوړرتبه چارواکو د اوکراین له ولسمشر سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159970-د_اروپا_ځينو_لوړرتبه_چارواکو_د_اوکراین_له_ولسمشر_سره_کتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په «سور میدان» کښې د بریالیتوب د رسم ګذشت یعني پوځي پریډ کښې له خپلو متحدانو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د کوربه توب له یوې ورځې وروسته د انګلستان ، د فرانسې ، د جرمني او د پولینډ مشران له اوکراین سره د وحدت د ښودلو په نښه پرون اوکراین ته ورسیدل او هلته یې له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2025-05-11T00:19:02+00:00 )
May 11, 2025 04:45 Asia/Kabul
  • د اروپا ځينو لوړرتبه چارواکو د اوکراین له ولسمشر سره کتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په «سور میدان» کښې د بریالیتوب د رسم ګذشت یعني پوځي پریډ کښې له خپلو متحدانو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د کوربه توب له یوې ورځې وروسته د انګلستان ، د فرانسې ، د جرمني او د پولینډ مشران له اوکراین سره د وحدت د ښودلو په نښه پرون اوکراین ته ورسیدل او هلته یې له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره کتنه او خبرې وکړې.

رویټرز خبري اژانس د فرانسې د یوې ډيپلوماټیکې سرچینې په قول وویل په پرونۍ غونډه کښې په اوکراین کښې د دیرش ورځې اوربند لپاره د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وړاندیز په هکله غور او بحث وشو.

له اوربند څخه د روسیې د ډډه کولو په بڼه کښې به دغه هیوادونه په ګډه د روسیې پرضد نوي بایکاټونه ولګوي خو تراوسه دغه ګام نهايي شوی نه دی.

اوکراین ته د بریتانیا، د فرانسې ، د جرمني او د پولینډ د لوړرتبه چارواکو اسټارمر ، امانوئل مکرون ، فریډریش مرتس او د ډونالډ ټوسک ګډ سفر د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي.

دغو څلورو اروپايي چارواکو په یوې ګډې بیانیې کښې وویل مونږ د امریکا په څنګ کښې له روسیې څخه غواړو چې دیرش ورځې له قید او شرط پرته او  کامل اوربند سره موافقت وکړي چې د عادلانه او د پایدارې سولې د خبرو اترو لپاره فضا برابره شي.

امریکا له انګلستان، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اکراین له حکومت او پوځي سره پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې کوي او دغه هیوادونه د اوکراین د جنګ د اوږدیدا سبب شوي دي.