د عمان خارجه وزیر د ایران او د امریکا خبرې مثتبې وبللې
(last modified Mon, 12 May 2025 01:05:22 GMT )
May 12, 2025 05:35 Asia/Kabul
  • د عمان خارجه وزیر د ایران او د امریکا خبرې مثتبې وبللې

زمونږ خبریال راپور راکړی د عمان د بهرنیو چارو وزیر «بدر البوسعیدي» وویل په مسقط کښې د ایران او د امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو مثبتې او خلاقانه ایډیاګانې لرلې او د دغو خبرو اترو راتلونکی پړاو به په تهران او واشنګټن کښې له داخلي مشورو وروسته زر ترسره شي.

هغه په مسقط کښې د ترسره شویو خبرو اترو څلورم پړاو ته په اشارې سره وویل په دغو خبرو کښې ګټورې او له نوښت څخه ډکې ایډیاګانې شاملې وې او په دغو خبرو واکمن روح یوې شرافتمندانه موافقې ته د رسیدا لپاره د دواړو لورو(ایران او امریکا) د ګروهنې ښودنه کوي.

د عمان خارجه وزیر بدر البوسعیدي زیاته کړه چې د ایران او د امریکا د خبرو اترو راتلونکی پړاو به په تهران او واشنګټن کښې له کورنیو مشورو وروسته زر ترسره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د غیر مستقیمو اټومي خبرو اترو څلورم پړاو په تیرې یکشنبې ورځ د عمان په پلازمینې مسقط کښې وشو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په ایکس پاڼه کښې د ایران او د امریکا د خبرو اترو د څلورم پړاو د ختمیدا په اعلانولو سره وویل خبرې اترې سختې خو د اختلاف وړ مسائیلو د حل لپاره د معقولو او د واقع بینانه حل لارو د موندلو او د یوه بل دریځونو په ښه ډول د درک کولو لپاره ګټورې وې.

هغه وویل د ایران او د امریکا د غیر مستقیمو خبرو اترو د راتلونکي پړاو وخت او ځای به د عمان هیواد لخوا اعلان شي.