د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160092-د_نړۍ_تر_ټولو_بېوزله_ولسمشر_ومړ
خوزه موخیکا، پخوانی چریک او د یوراګوای پخوانی ولسمشر چې په “پپه” مشهور وو، د ۸۹ کلنۍ په عمر ومړ.
(last modified 2025-05-14T06:20:17+00:00 )
May 14, 2025 10:47 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ

خوزه موخیکا، پخوانی چریک او د یوراګوای پخوانی ولسمشر چې په “پپه” مشهور وو، د ۸۹ کلنۍ په عمر ومړ.

هغه به له خپل زوړ فولکس‌ واګن موټر سره ښار ته تګ راتګ کاوه او په سیمه ایزو هوټلونو کې به یې ډوډۍ خوړله.

د خپل ساده او له عصري شیانو د لرې ژوند له امله، هغه ته “د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر” لقب ورکړل شوی وو.

د خوزه موخیکا پرمختللي اصلاحات هغه ته له جنوبي امریکا اخوا هم شهرت ورکړ.

موخیکا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پورې د یوراګوای د کیڼ اړخي حکومت مشري وکړه، هغه سیمه چې اقتصاد یې پر کرنه ولاړ دی.

هغه د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له دې انکار وکړ، چې په رسمي ولسمشرۍ ماڼۍ کې و اوسي.

نوموړي غوره وګڼله چې د یوراګوای د پلازمېنې مونته‌ وېدېو په شاوخوا کې، په خپل ساده کور کې و اوسي.

هغه په خپل دغه ساده کور کې یوه کوچنۍ د ګلونو کرونده هم درلوده.