د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ
خوزه موخیکا، پخوانی چریک او د یوراګوای پخوانی ولسمشر چې په “پپه” مشهور وو، د ۸۹ کلنۍ په عمر ومړ.
هغه به له خپل زوړ فولکس واګن موټر سره ښار ته تګ راتګ کاوه او په سیمه ایزو هوټلونو کې به یې ډوډۍ خوړله.
د خپل ساده او له عصري شیانو د لرې ژوند له امله، هغه ته “د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر” لقب ورکړل شوی وو.
د خوزه موخیکا پرمختللي اصلاحات هغه ته له جنوبي امریکا اخوا هم شهرت ورکړ.
موخیکا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پورې د یوراګوای د کیڼ اړخي حکومت مشري وکړه، هغه سیمه چې اقتصاد یې پر کرنه ولاړ دی.
هغه د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له دې انکار وکړ، چې په رسمي ولسمشرۍ ماڼۍ کې و اوسي.
نوموړي غوره وګڼله چې د یوراګوای د پلازمېنې مونته وېدېو په شاوخوا کې، په خپل ساده کور کې و اوسي.
هغه په خپل دغه ساده کور کې یوه کوچنۍ د ګلونو کرونده هم درلوده.