ولې د ایران او ترکیې ترمنځ امنیتي همکارۍ مهمې دي؟
(last modified Sun, 25 May 2025 08:20:54 GMT )
May 25, 2025 12:50 Asia/Kabul
  • ولې د ایران او ترکیې ترمنځ امنیتي همکارۍ مهمې دي؟

پارس ټوډې – په ترکیې کې د ایران سفیر محمد حسن حبیب الله زاده او د ترکیې د ملي امنیت شورا منشي، اوکای ممیش په انقره کې سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه، د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

په ترکیې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د ترکیې د نوي ملي امنیت شورا له منشي سره په خپلې لیدنې کې ټینګار وکړ، چې ایران له هر هغه بهیره چې په ګاونډیو هېوادونو کې د تروریزم د بندولو او امنیت د پیاوړتیا لامل ګرځي، ملاتړ کوي.

دواړو خواوو همدارنګه، د تهران او انقرې ترمنځ د امنیتي همکاریو پیاوړتیا او دوام، د ګډو ګواښونو پر وړاندې مقابله او د سیمه ایز امنیت د لوړولو لپاره یو مهم ګام وبللو. د دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د سوریې بدلونونه، د اټومي موضوع اړوند د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې او د بندیزونو لغوه کول، په انقره کې د ایران د سفیر او د ترکیې د ملي امنیت شورا د منشي ترمنځ د خبرو اترو نور موضوعات وو.

د ایران اسلامي جمهوریت او ترکیه دوه مهم او اغېزمن هېوادونه دي چې د دوی امنیتي همکارۍ به په مستقیم ډول د سیمې  پر ثبات او امنیت اغېزه وکړي. ایران او ترکیه د امنیت په ګډون، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګډې موخې لري.

د ایران او ترکیې ګټې په ټولو برخو کې د همکاریو د پراختیا په برخه کې دي او د  سیمې د دوو قدرتونوپه توګه د دې دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د لوېدیځې آسیا په سوله او ثبات کې یوه مهمه موضوع ده. د ایران اسلامي جمهوریت هم په همدې چوکاټ کې، پر خپلو اصلي درېځونو په ټینګار او د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو د اړتیا په پام کې نیولو سره، تل له ګاونډیو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له ترکيې سره د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړي دي.

د ایران او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیکو او امنیتي همکاریو پراختیا به، د دې دوو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همغږۍ د پیاوړتیا لامل هم شي. دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ په برخه کې د ایران مهمې ګټې، د دې دوو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.  

په صنعت، کرنه، خدمتونو، سیاحت، تیل، ګاز او پتروشیمي برخو کې د ایران او ترکیې ترمنځ متنوع ظرفیتونه شته، چې کولای شي د ایران او ترکیې ترمنځ د اوږد مهاله همکاریو د نقشې په جوړولو کې په پام کې ونیول شي.

د ایران او ترکیې اطلاعاتي او امنیتي همکارۍ کولای شي په سیمه کې د تروریستي ډلو پر وړاندې په مؤثره توګه مقابله او د دوی د نفوذ په مخنیوي کې ګټور وي. د ګډو پولو کنټرول او د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی، د دې همکاریو نورې ګټې دي. دواړه هېوادونه همدارنګه په سیمه ایزو مهمو مسایلو کې رول لري، چې د دوی ترمنځ همغږي کولای شي د شخړو د زیاتوالي مخه ونیسي. د تهران او انقرې همکاري به د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمنځ د شخړو په کمولو کې هم اغېزمن وي.  

د تهران او انقرې ترمنځ د امنیتي همکاریو دوام کولای شي د سوداګریز کریډورونو امنیت زیات کړي؛ د اقتصادي اړیکو له ودې سره مرسته وکړي  او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د نفوذ د زیاتوالي مخه ونیسي. د ایران او ترکیې ترمنځ امنیتي همکارۍ، د سیمې د ثبات لپاره اړین دي. که چېرې اعتماد او همغږي نوره هم زیاته شي، نو دا دوه هېوادونه کولای شي د لوېدیځې آسیا د شخړو په کمولو او د ګډ امنیت په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

د تروریزم پر وړاندې د مقابلې په بهیر کې د یوه اغېزمن هېواد په توګه د ایران مقام او نفوذ به، له ترکيې سره د امنیتي همکاریو د زیاتولو لپاره ښه زمینه برابره کړي، او د دې بهیر دوام به په سوداګریزو همکاریو کې مثبت اغېز ولري.

سیمه ایز هېوادونه، په اوسني حالت کې دې ګډ درک ته رسېدلي چې تضمین شوی او پایداره امنیت هغه دی، چې د سیمه ایزو میکانیزمونو او همکاریو له خوا تضمین شي. د تهران او انقرې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دوام، د متقابل اعتماد ښودونکی او همدارنګه پر دوه اړخیزو همکاریو باندې تکیه کول دي، چې کولای شي د پردیو له مداخلې پرته دوام ومومي.