په نوي نړیوال نظم کې د ایران د رول لوبولو غږ
(last modified Sun, 25 May 2025 10:38:10 GMT )
May 25, 2025 15:08 Asia/Kabul
  • په نوي نړیوال نظم کې د ایران د رول لوبولو غږ

د ایران اسلامي جمهوریت د غرضي انځورونو په اپوټه ، ښیي چې په نننۍ پیچلې نړۍ کې، خبرې اترې د لنډمهاله تاکتیک په توګه نه، بلکې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره د یوې بنسټیزې ستراتیژۍ په توګه غوره کړې دي. هو، ایران د خبرو اترو شریک دی، نه د شخړې موضوع؛ د تفاهم د پلونو جوړونکی دی، نه د تفاهم لپاره د پلیټ فارمونو ویجاړونکی.

د تهران د خبرو اترو فورم د ځینو لویدیځو رسنیو د منفي انځورونو په اپوټه   نړۍ ته یو پرېکنده پیغام واستاوه: ایران د خبرو اترو دوام  او رغنده تعامل ته  چمتو دی، نه د ټکر او انزوا لپاره. دا غونډه، چې په پراخه کچه نړیوالو چارواکو او روڼ اندو پکې ګډون کړی و، د تهران هوډ څرګندوي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د سیمه ییزو ننګونو په حل کې فعال رول ولوبوي.

په داسې وخت کې چې نړۍ په چټکتیا سره د قدرت معادلې بیا تعریفوي، او په داسې حالت کې چې نړیوال نظم د شخړې او جوړجاړي ترمنځ په یوه  لاره کی سرګردان دی  ، سترګې یو ځل بیا تهران ته دي. تهران د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ په برخه کې د  یوې نړیوالی  غونډی  کوربه توب وکړ.

"د تهران د خبرو اترو فورم ،  د هغه غونډې عنوان  و چې د ۱۴۰۴ کال د غوی  په وروستیو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې جوړه شوې وه. یوه داسې غونډه  چې د میلمنو د شمیر او د ډیپلوماټیک ګډون کچې له مخې، د ورته مهمو سیمه ایزو غونډو په څیر هغه  په  مهمو ورته غونډو  کې راولي .

نن سبا په نړۍ کې، غونډې لکه په جرمني کې د میونخ امنیتي کنفرانس، په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم، په روسیه کې د والدای فورم، په سینګاپور کې د شانګری لا غونډه، او په قطر کې د دوحې فورم د نظرونو تبادلې او د  ستراتیژیو د بیانولو لپاره د پلیټ فارمونو په توګه پیژندل کیږي.

له  دې غونډو هره یوه، په ځانګړو مخاطبانو او چلند سره، د نړیوال نظم په جوړولو کې ګډون لري . خو د تهران فورم یو معنا دار  توپیر لري: دا غونډه  د هغه تمدن له زړه راپورته شوی ده  چې زرګونه کاله دمخه یې د تورې په پرتله خبرو اترو ته ترجیح ورکړ. په دې فورم کې، نړۍ او سیمی ته کتنه  د "لویدیځی  آسیا" له نظره لیدل کیږي، نه د "نړیوال لویدیځ" له نظره.

په داسې یوه نړۍ کې چې ځینې سیمه ییز لوبغاړي د ایران د منزوي کولو خوبونه ویني، دا غونډه د یو اړخیزو پالیسیو د ناکامۍ او د بندیزونو او تور ښودلو  د ناکامۍ یوه څرګنده نښه وه. ایران د آسیا، اروپا، شمالي امریکا او لویدیځې آسیا له  ۲۰۰ د زیاتو بهرنیو پلاويو، چارواکو او مفکرینو کوربه توب کوي؛ له چین او روسیې تر هند، اماراتو، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو استازو پورې.

په ټولیزه توګه، د دې فورم په پروګرامونو کې ۴۰ تخصصي غونډې ، ژوندي  پینلونه، او سټوډیو  خبرې اترې شامل وو؛ او په زړه پورې خبره دا ده چې دا ټولې غونډې د خلکو او چاروالو  لپاره یا په ژوندۍ بڼه یا د خپرو شویو ویډیوګانو په بڼه چمتو شوې وې.

خو د سږ کال د غونډې یوه خاصه  ځانګړتیا د دریو مهمو سیمه ییزو کنفرانسونو یوځای کول وو: د فارس خلیج، مرکزي آسیا او قفقاز، او افغانستان؛ هغه حرکت چې د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو مرکز له خوا له کلونو راهیسې پلان شوی و، او سږکال، د "تهران د خبرو اترو فورم" تر عنوان  لاندې، اجرایی بلوغ ته ورسید.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د فورم منشي سعید خطیب زاده په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

"مونږ د خبرو اترو د کلتور وارثان یو." ډیپلوماسي نور یوازې په رسمي مذاکراتو خونو کې نه ترسره کیږي. "د تهران د خبرو اترو فورم د ایران د اسلامي جمهوریت د نرم ځواک یوه برخه ده او نن په نړۍ کې له پروتوکول پرته یو له خورا مهمو ډیپلوماټیکو پلیټ فارمونو ګڼل کیږي.

هغه ټینګار وکړ چې دا فورم د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د څلورو لسیزو تجربې او بیرع والۍ پایله ده. هغه  فورم چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په نوي نوم سره فعالیت پیل کړ، خو د انقلاب له تجربې ژورې ریښې لري، او نن ورځ د بلوغ یوې داسې مرحلې ته رسیدلی چې نه یوازې د خبرو اترو کوربه توب کولی شي، بلکې په سیمه ایزه کچه د رغنده بدلون لپاره محرک هم کیدی شي.

د دې فورم د سیاسي او رسندوی ظرفیت تر څنګ  هغه څه چې ډیر پام یې ځانته راواړوه د هغې اقتصادي اړخ او ستراتیژیکه  همکاري وه.

د انرژۍ د بیخ بناوو له بیارغونې نیولې تر ریل پټلۍ او سړکونو د ترانسپورت پراختیا پورې، د معلوماتي ټیکنالوژۍ او پوه بنسټه  صنعتونو کې له همکارۍ نیولې تر ګډو اقتصادي پروژو پلان کولو پورې - ټول د دوه اړخیزو خبرو اترو او څنډې غونډو  په ایجنډا کې وو.

په داسې حالاتو کې، ایران یو ځل بیا ثابته کړه چې نه له انزوا ویره لري او نه هم د بندیزونو له فشار په شا کیږي. د تهران په زړه کې د داسې غونډې ترسره کول، په داسې حال کې چې ځینې لویدیځ ټریبیونونه ایران د خبرو اترو د دښمن په توګه معرفي کوي، د افراطي او بندیزچورلیزه بهیرونو لپاره غوره ځواب دی.

د تهران د خبرو اترو فورم د مختلفو هیوادونو د پوهانو  کوربه توب وکړ ترڅو د مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسلو په اړه بحث او د  نظرونه تبادله وکړي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د عراق د کردستان سیمې ولسمشر نیچروان بارزاني، د عراق پخوانی لومړی وزیر عادل عبدالمهدي، د ارمنستان د ملي امنیت د عالي شورا منشي ارمن ګریګوریان او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار حکمت حاجیوف په دې فورم کې د ګډون کوونکو میلمنو په ډله کې وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې غونډې په اړه وویل "د تهران د خبرو اترو فورم د سیمه ییزې اجماع زړه او په یوه مختلف او نوښتګر ځای کې د ډیپلوماسۍ مرکز دی."

هغه همداراز  د پګواش نړیوال سازمان له غړیو سره هم ولیدل اود دې فورم اهمیت یې په ګوته کړ او ویې ویل چې د تهران فورم یو ارزښتناک نوښت دی چې څو کاله دمخه پیل شو او د نړۍ له ګوټ ګوټ د پوهانو  او متخصصینو لپاره په تهران کې د راټولیدو فرصت برابروي.

مناسبه ده چې یادونه وکړو چې د تهران د خبرو اترو فورم په څنډه کې، د عراق د کردستان سیمې ولسمشر نیچروان بارزاني د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه  کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د ښاغلي بارزاني له شتون او په فورم کې د هغه له فعال ګډون خوښي څرګنده کړه، او د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق د کردستان سیمې ترمنځ اړیکې یې مثبتې، رغنده او پراخېدونکې وبللې.

سید عباس عراقچي عراق ته  د ایران د ولسمشر ډاکټر پزشکیان د لومړي بهرني سفر او په کردستان سیمې کې  د هغه  کتنو ته په اشارې سره، په هغه ځانګړي اهمیت ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د همکارۍ پراخولو ته ورکوي.

په دې خبرو اترو کې، د کردستان سیمې ولسمشر هم تهران ته د سفر او د تهران د خبرو اترو په فورم کې له  خپل ګډون خوښي څرګنده کړه، او دا پیښه یې د سیمه ایزو خبرو اترو او نړیوالو همکاریو د ژورولو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله .

هغه همدارنګه له  عراق او کردستان سیمې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ او رغنده تعاملاتو ستاینه وکړه. بارزاني په سیمه کې د ایراني چارواکو وروستیو غونډو ته په اشارې سره د کردستان د سیمه ییز حکومت د مشرانو په قوي هوډ ټینګار وکړ چې د ایران د ولسمشر د سفر په جریان کې شوي تړونونه تعقیب او پلي کړي.

کله چې تهران د نړیوالو خبرو اترو کوربه توب کوي، دا یوازې یوه ډیپلوماتیکه غونډه نه ده؛ دا نړیوالې ټولنې ته یو څرګند پیغام دی. هغه  پیغام چې د کنفرانسونو د تالارونو او کیمرې چوکاټونو هاخوا د نړۍ غوږونو ته رسیږي:

ایران په نوي نړیوال نظم کې یو فعال او مسؤل لوبغاړی دی. نه یو منزوي نندارچی، نه د قدرتونو د لوبې په څنډه کې یوه غلی مهره .

د ایران اسلامي جمهوریت د غرضي  انځورونو په اپوټه ،  ښیي چې په نننۍ پیچلې نړۍ کې، خبرې اترې د لنډمهاله تاکتیک په توګه نه، بلکې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره د یوې بنسټیزې ستراتیژۍ په توګه غوره کړې دي. هو، ایران د خبرو اترو شریک  دی، نه د شخړې موضوع؛ د تفاهم د پلونو جوړونکی دی، نه د تفاهم لپاره د پلیټ فارمونو ویجاړونکی.

او هغه راتلونکی چې له تهران انځوریږي ، د عقلانیت، خپلواکۍ او د ملتونو د کرامټ  پر اساس ولاړ  راتلونکی دی.