هند افغانانو ته د انلاین وېزو ورکولو بهیر بېرته پيل کړ
یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې دغه هېواد افغانانو ته د آنلاین وېزو ورکولو بهیر بېرته پیل کړی دی.
هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا وېزه به سوداګرو، محصلانو، ناروغانو، هنرمندانو، لوبغاړو او د ملګرو ملتونو ډیپلوماتانو ته ورکړل شي.
یوې حکومتي سرچینې دغې ورځپاڼې ته ویلي چې د وېزې ورکولو بهیر د اپریل په وروستۍ اونۍ کې پیل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، «هنرمندان، کلتوري شخصیتونه، محصلان او مسلکي کسان چې غواړي هند ته په لنډمهالو کلتوري پېښو کې د ګډون لپاره د لاس ګټې له ترلاسه کولو پرته هند ته سفر وکړي، د ورتګ د وېزو غوښتنه کولای شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې وې.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هند افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل او په افغانستان کې یې خپل سفارت وتاړه.