په مراکش کې د قربانۍ ذبح کول منع شول
د شپږم محمد د امر له مخې، دا پرېکړه د وچکالۍ او د څارویو د کمښت له امله شوې ده. که څه هم دا خبر د اختر د دودونو پابند ؤ،د مراکشیانو لپاره حیرانوونکی دی، خو د چاپېریالي او اقتصادي ننګونو او د وچکالۍ له امله دا پرېکړه اړینه وه.
زمونږخبریال راپور راکړ،د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د وچکالۍ او د څارویو د شمېر د کمښت له امله به د ۲۰۲۵ کال د قربانۍ د اختر لپاره د قربانۍ ذبح کول منع وي.
ددغه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوی دي، د شپږم محمد د امر له مخې، دا پرېکړه د وچکالۍ او د څارویو د کمښت له امله شوې ده. که څه هم دا خبر د اختر د دودونو پابند ؤ،د مراکشیانو لپاره حیرانوونکی دی، خو د چاپېریالي او اقتصادي ننګونو او د وچکالۍ له امله دا پرېکړه اړینه وه.
په تېرو درو لسیزو کې د باران ۵۳ فیصده کمښت، د اوبو د سرچینو کمښت، د بندونو د اوبو د کچې خطرناک کمښت او د کرهڼې محصولاتو، په تیره بیا د غلو، ۶۷ فیصدی کمښت لامل شوی دی.
شپږم محمد پرېکړه کړې چې د خلکو په استازیتوب قرباني وکړي. د حکومتي مرستو، د څارویو د خوړو سبسیډي او د اوبو پر برابرولو سربېره، د یوه پسه قیمت له ۴۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ درهمه او په ځینو سیمو کې تر ۱۰۰۰۰ درهمه پورې رسېږي، چې د کم عاید لرونکو کورنیو لپاره دروند بار دی.
د وچکالۍ له امله د څارویو شمېر له ۱۱ میلیونو څخه اته اعشاریه اوه میلیونو ته ټیټ شوی، په داسې حال کې چې د کلني مصرف کابو ۱۰ میلیونه څاروي دي.
که څه هم کارپوهان هیلهمند دي چې دا پرېکړه به د څارویو د انډول لپاره بیولوجیکي استراحت رامینځته کړي، خو دا اقدام په مراکش کې، په تیره بیا د هغو ډلو ترمنځ چې د اختر په موسم پورې اقتصادي تړاو لري، پراخې شخړې راپارولې دي.