د هر ډول موافقې لاره له خبرو تیریږي نه له رسنیو
(last modified Fri, 30 May 2025 01:05:46 GMT )
May 30, 2025 05:35 Asia/Kabul
  • د هر ډول موافقې لاره له خبرو تیریږي نه له رسنیو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د رسنیو ځینو ګونګوسو ته په غبرګون کښې چې ویلي دي د ایران او د امریکا ترمینځ زر موافقه کیدونکي ده په ایکس پاڼه کښې ولیکل رسنۍ هماغه راز د ایران او د امریکا ترمینځ زر د موافقې د لاسلیک کیدا په هکله ګونګوسې خپروې او زه مطمئنم نه یم چې واقعا په دغه پړاو کښې وو.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په صداقت سره داسې ډيپلوماټیکه لاره غواړي چې د ټولو لورو ګټې تامین کړي خو دغه کار داسې موافقې ته ضرورت لري چې د ایران پرضد ټول بندیزونه ختم شي او د یورانیمو د پخولو په شمول د ایران ټول اټومي حقوق محقق شي.

عباس عراقچي په دوام کښې هغه خبر ته په اشارې سره چې د امریکا یوې رسنۍ د اسټریا هیواد د یوې استخباراتي سرچینې په قول د ایران د اټومي پروګرام د حالت په هکله خپور کړی دی وویل د ایران او د امریکا د ډيپلوماسۍ پرضد د جعلي خبر په هکله په امریکا کښې په داخلي نیوکه کونکو باندې د حملې لپاره د ایران له نوم څخه اوزاري استفاده حتی د اسرائیلو لپاره هم بې ارزښته اقدام دی.

د امریکا فاکس نیوز ټيلي ويژن ادعا کړي وه یو نوی استخباراتي راپور چې د اسټریا هیواد د چارواکو لخوا راغونډ شوی دی ادعا کوي چې ایران هماغه راز خپل فعال اټومي پروګرام ته دوام ورکوي داسې پروګرام چې د دغه راپور په وینا په اوږده موده کښې د توغندي د توغولو لپاره ترې استفاده وشي.

د فاکس نیوز ټيلي ويژن په راپور کښې ویل شوي دي دغه استخباراتي اطلاعات چې د اتریش د چارواکو لخوا راغونډ شوي د امریکا د ملي اطلاعاتو د مدیرې د دفتر له ارزونې سزره په تضاد کښې دي.

د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیرې تولسي ګبارډ (Tulsi Gabbard)په تیرې مارچ میاشت کښې د امریکا د مشرانو جرګې سینا د استخباراتي کمیټۍ ته وویل د امریکا استخباراتي ټولنه هماغه راز باوري ده چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په حال کښې نه دی او د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د اټومي پروګرام د وسله وال کیدا اجازه نه ده ورکړي.