د ایران او د امریکا خبرې ډيرې جدي او هیله ورکونکي دي
(last modified Sat, 07 Jun 2025 01:29:30 GMT )
Jun 07, 2025 05:59 Asia/Kabul
  • د ایران او د امریکا خبرې ډيرې جدي او هیله ورکونکي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر «رافائیل ګروسي» د ایران او د امریکا د غیر مستقیمو خبرو له بهیر څخه د خپل ملاتړ په تکرارولو او اټومي موافقې ته د دواړو هیوادونو د رسیدا په هکله هیله څرګنده کړه او ویې ویل دغه خبرې ډیرې جدي او هیله ورکونکي دي.

د اټومي انرژۍ  د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د بریتانیا له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل داسې موردونه مو ولیدل چې باید هیوادونه قانع کړو چې خبرو ته ګروهمن شي خو دلته داسې نه ده او خبرې ډیرې جدي دي.

هغه وویل د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف ډير جدي سړی دی او زه دغه نظر چې ویټکاف جدي نه دی نه منم او زه سیاسي ترجیحات نشم بیانولای ځکه چې د امریکا د ډیموکراټ او د ریبپلیکن ګوند له غړیو سره کار کوم خو هغه څه چې ویلی یې شم دا دي چې ولسمشر ټرامپ خبرې فعالې  کړي دي کومې چې مخکې نه وې او دغه کار د قدرونې وړ دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ګروسي ومنله چې ایران اټومي وسلې نلري خو سره له دې د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله یې سیاسي ادعاګانې بیا تکرار کړې او ادعا یې وکړه چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره ضروري مواد په لاس کښې لري داسې ادعا چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو هغه مردوده او باطله اعلان کړي ده.

هغه دغه راز د صهیونیسټ رژیم ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران اټومي وسونه په یوې پوځي حملې سره نشي له مینځه وړل کیدلای.

ګروسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران حساس اټومي تاسیسات د ځمکې په ډیر ژور کښې دي او لاسرسی ورته دیر ګران دی وویل تر ټولو حساسې برخې د ځمکې اته سوه میټره لاندې دي او زیاته یې کړه زه په ځلونو په ایران کښې وم دغو اټومي مرکزونو ته د رسیدا لپاره باید له یوه کاږه ټونل څخه ډیر لاندې لاړ شئ.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ګروسي هیله وکړه چې د ایران او د امریکا غیر مستقیمې خبرې دوام وکړي او هغه د خبرو د دوام هرکلی وکړ.