د میکسیکو ولسمشرې د لاس انجلس تاوتریخوالي وغندل
(last modified Tue, 10 Jun 2025 07:19:54 GMT )
Jun 10, 2025 11:49 Asia/Kabul
  • د میکسیکو ولسمشرې د لاس انجلس تاوتریخوالي وغندل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د میکسیکو ولسمشرې میرمن «کلوډیا شینباوم» د امریکا په لاس انجلس مظاهرو کښې تاوتریخوالي وغندل او د امریکا په چارواکو یې غږ وکړ چې د مهاجرت په موضوع کښې د قانون د واکمنۍ احترام وکړي.

هغې وویل اجازه ورکړئ صریح ووسو مونږ تاوتریخوالی چې په هرځاې کښې رامینځته شي غندو.

د میکسیکو ولسمشرې کلوډیا شینباوم وویل مونږ په امریکا کښې د میکسیکو له ټولنې غواړو چې په سوله ئیز ډول عمل وکړي او د لسمونکو اقداماتو په لومه کښې ښکیل نشي.

د میکسیکو خارجه وزیر «خوان رامون» هم وویل چې د امریکا د حکومت د مهاجرت ضد اقداماتو وروسته د میکسیکو هیواد کابو دوه څلویښت ښاریز نیول شوي دي چې په څلورو مرکزونو کښې بندیان دي.

هغه وویل دغه دوه څلویښت کسان په داسې حال کښې چې په کارونو بوخت وو نیول شوي دي.

دغه راز د امریکا د لاس انجلس ښاروالې میرمن «کارن بس» د ولسمشر ټرامپ په مهاجرتي سیاستونو باندې اعتراض کونکو او خلکو ته په خطاب کښې هغوې ته خبرداری ورکړ په سوله ئیز ډول اعتراض وکړي او د ولسمشر ټرامپ په لومه کښې ښکیل نشي.

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ نن اعتراض کونکو ته بیا ګواښ وکړ او ویې ویل مونږ به تاسو ته پیاوړی ګوزار درکړو له هغه ګوزار څخه لا پیاوړی ګوزار  چې مخکې مو درکړی و.