قطر په غزې کښې د اوربند لپاره نوی وړاندیز مطرح کړی
(last modified Tue, 10 Jun 2025 23:56:57 GMT )
Jun 11, 2025 04:26 Asia/Kabul
  • قطر په غزې کښې د اوربند لپاره نوی وړاندیز مطرح کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم دیارلسم ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل قطر په غزې کښې د اوربند د ټینګیدا او د بندیانو د تبادلې لپاره نوی وړاندیز کړی دی.

د اسرائیلو دغه ټيلي ويژن په دغه راپور کښې ادعا وکړه د قطر په نوي وړاندیز کښې د فلسطین حماس غورځنګ په لومړۍ ورځ د صهیونیسټ رژیم اته ژوندي بندیان او په دوهمه ورځ دوه نور بندیان خوشي کوي.

د دغه راپور پراساس د دغه وړاندیز او پلان پراساس څلویښت ورځې اوربند ټینګیږي او د اسرائیلو د بندیانو مړي به په دریو نوبتونو کښې دغه رژیم ته سپارل کیږي.

د صهیونیسټ رژیم دیارلسم ټیلي ويژن په دغه راپور کښې وویل په دې موده کښې د جنګ د ختمولو په  هکله خبرې کیږي او د امریکا ولسمشر ټرامپ او د مینځني ختیځ په چارو کښې د هغه ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف د اوربند د پایدارۍ تضمین ورکوي.