امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161930-امریکا_پر_ایران_نوي_بندیزونه_ولګول
پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.
(last modified 2025-07-04T00:44:37+00:00 )
Jul 04, 2025 05:12 Asia/Kabul
  • امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا مالیې وزارت په یوه بیانیه کې، د ایران ضد خپلو تکراري ادعاوو سره وویل:

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) نن د هغو شبکو پر وړاندې اقدام کوي چې په ګډه یې په میلیاردونو ډالر د ایران د اسلامي جمهوریت تیل لیږدولي او پیرودلي دي، چې ځینې یې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدرانو- قدس ځواک (IRGC-QF) ته  چې یو بهرنی ترهګر سازمان نومول شوی ګټه رسولې ده.

د امریکا دا نوي بندیزونه له اسراییلي رژیم سره د ایران په خاوره کې د ګډو او غیرقانوني بریدونو وروسته لګول کېږي.