امریکا هیڅکله د باور وړ هیواد نه و او نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162158
دی ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «فارن پالیسي» مجلې حتی په اروپايي هم تړونونو کښې په امریکا باندې د بې اعتمادۍ په هکله مطلب خپور کړ او ویې لیکل
(last modified 2025-07-09T11:37:09+00:00 )
Jul 09, 2025 11:09 Asia/Kabul
  • امریکا هیڅکله د باور وړ هیواد نه و او نه دی

دی ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «فارن پالیسي» مجلې حتی په اروپايي هم تړونونو کښې په امریکا باندې د بې اعتمادۍ په هکله مطلب خپور کړ او ویې لیکل

په سیاسي فیصلو ترسره کول کښې ناڅاپي بدلونونو او په وسله والو مرستو کښې د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان لاسوهنو او شکونو اروپايي متحدان په سخت او کمزوري حالت کښې وروستلي دي.

د امریکا فارن پالیسي مجلې وویل د روان میلادي کال د جون د میاشتې په پینځویشتمه نیټه ولسمشر ټرامپ په هیګ کښې د ناټو د غړیو هیوادونو په غونډې کښې د اوکراین له ولسمشر زلنسکي سره کتنه وکړه او داسې ښکاري چې په دغه کتنې کښې هر څه ښه پرمخ روان وو.

له دغه کتنې وروسته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل  اوکراین په ملکي وګړو باندې د روسیې د هوايي حملو د زیاتیدا په وړاندې د دفاع کولو غوښتنه کړي ده.

د امریکا ولسمشر ټرامپ هم په دغه چارې باندې د رضایت په ښودلو سره تایید کړه هغوې غواړي د توغندیو ضد توغندي هماغه ډول چې دوې ورته پاټریاټ وايي ولري او مونږ به وګورو چې ایا کولای شو یوشمیر پاټریاټ توغندي اوکراین ته ورکولای شو او کنه.

فارن پالیسي مجلې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د تضمینونو او د دفاع وزارت پینټاګان له سیاستونو د هغه د بې خبرې تر پوښتنو لاندې راوستلو سره جوته کړه د روان میلادي کال د جولاۍ په لومړۍ نیټه پینټاګان په دې خبرې سره چې له هوا څخه هوا ته د ویشتل کیدونکو سپیرو  توغندیو چې په ایف شپاړس جنګي الوتکو  کښې کارول کیږي د توپونو د ګولیو او د هوا ضد سټینګر توغندیو سره یوځاې اوکراین ته د پاټریاټ توغندیو د ټولو جوپو استول بندوي اوکراین او امریکا شوکه کړل.

په دوې کښې ډیرې وسلې مخکې پولینډ ته سپارل شوي وي او اوکراین انتظار باسه چې دغه وسلې له پولینډ څخه اوکراین ته ورسیږي.