د اسرائیلو پوځیان له غلچکیو بریدونو دایمي ویره لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پوځي چارو شناند «رامي ابوزبیده» د فلسطین د مقاومت ډلو بریالیو غلچکیو حملو ته په اشارې سره وویل
هغه څه چې رامینځته کیږي یوازې غلچکۍ حملې نه دي بلکې حساب شوی ستومانه کیدونکی جنګ دی چې په مینځ موده کښې د نیواکګرانو روحي او بشري توان په نښه کوي او هغوې ته ستر ګوزارونه ورکوي.
هغه په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ د جنګیالیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل هغه څه چې روان دي د تاکتیکي او د عملیاتي حرفه اي توب په سویه د کیفیت یو بدلون او په غزې تړانګه کښې د مقاومت په جنګیالیو کښې ډیرې میداني تجربې دي.
د پوځي چارو شناند رامي ابوزبیده وویل هغه څه چې روان دي یوه ناڅاپه جګړه نه ده بلکې پلان شوي غلچکۍ حملې دي چې د دقیقو اطلاعاتو پراساس ترسره شوي او پکښې د چاودیدونکو موادو د کیښودلو ، د وسله والو غلچکۍ حملو ترسره کولو ، د چاودیدونکو موادو د ښخولو او د فیلم د جوړولو او د نیواکګرانو د پوځي یونټونو د له مینځه وړلو په شان بیلابیل عناصر پکښې شامل دي.
هغه ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت ډلې د معادلاتو د تپلو توان په هغه وخت کښې چې مناسب یې وګڼي او په هغو سیمو کښې چې هلته په ښه ډول جنګیدل ورته معلوم دي لري.
رامي ابوزبیده وویل د فلسطین ډلو زیاتې حملې په بم چاودنو سره پیلیږي او ورپسې ترکیبي عملیاتو ته رسیږي او هغه څه چې رامینځته کیږي یوازې غلچکۍ حملې نه دي بلکې حساب شوی ستومانه کونکی جنګ دی چې په مینځ موده کښې د نیواکګرو اسرائیلیانو په روحي او بشري توان ګوزار کوي.
دغه حملې یوازې د نیواکګرو پوځيانو وژل او ژوبلول نه دي بلکې هغوې سخت روحي ګوزارونه ورکوي په دې ډول چې د اسرائیلو پوځیان هره شیبه له غلچکیو حملو څخه په ویره کښې دي او تر دباو لاندې دي.