د عراق د کردستان په اربیل سیمه کښې وسله واله جګړه شوي
(last modified Wed, 09 Jul 2025 07:23:13 GMT )
Jul 09, 2025 11:53 Asia/Kabul
  • د عراق د کردستان په اربیل سیمه کښې وسله واله جګړه شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د کردستان سیمې په اربیل کښې د پیشمرګه ځواکونو او د کردانو د یوې قبیلې ترمینځ په وسله واله جګړه کښې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول.

یوې ځايي سرچینې د عراق رسمي خبري اژانس ته وویل دغه جګړه د عراق د کردستان د اربیل ولایت په خبات سیمه کښې د امنیتي ځواکونو او د «هرکیه» قبیلې ترمینځ رامینځته شوه او څو کسان پکښې مړه او ژوبل شوي هم دي.

په دغه جګړه کښې د امنیتي ځواکونو څو ګاډي سوځول شوي هم دي.

دغه ځايي سرچینې چې نوم ته یې اشاره نه ده شوي زیاته کړه د دغه وسله والې جګړې علت د ستر زاب سیند د یوې ویالې د لارې له بدلولو وروسته د کرهڼې د ځمکو د اوبه خور په هکله اختلاف و.

د عراق د کردستان سیمې یوې امنیتي سرچینې نن سهار «بغداد الیوم» خبري سایټ ته وویل چې په اربیل ولایت کښې په خباث سیمه کښې په قبیلوي نښته کښې دوه کسان وژل شوي او د ملکي وګړو او د امنیتي ځواکونو په شمول یولس نور ژوبل شوي کوم چې د اربیل روغتونونو ته وړل شوي دي.