ایران د یوه نړیوال جنګ پرضد مقاومت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176838-ایران_د_یوه_نړیوال_جنګ_پرضد_مقاومت_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» وویل په ایران باندې یو نړیوال جنګ وروتپل شو خو تهران وتوانید د چیلنجونو په مقابل کښې خپل انسجام وساتي.
(last modified 2026-08-19T23:24:29+00:00 )
Aug 20, 2026 03:50 Asia/Kabul
  • ایران د یوه نړیوال جنګ پرضد مقاومت وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» وویل په ایران باندې یو نړیوال جنګ وروتپل شو خو تهران وتوانید د چیلنجونو په مقابل کښې خپل انسجام وساتي.

هغه له الشرقیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې زیاته کړه فارس خلیج سیمه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د تیریو په خاطر له یوې بې ثباتۍ او د اقتصادي حالاتو له خرابیدا سره مخامخ ده.

د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» زیاته کړه د عراق ولسي بسیج ځواکونو په ایران باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو څخه تر ټولو زیات تاوان ولید په دې ډول چې په دغه جنګ کښې زما د مرکز په  شمول د بسیج ولسي ځواک څه د پاسه سلو مرکزونو ته تاوانونه ورسیدل او د الحشد الشعبي څه د پاسه سل ځواکونه شهیدان او لسګونو نور ژوبل هم شول.

هغه وویل مونږ په ولسي بسیج ځواک کښې جنګ ته د ورګډیدا اختیار نلرو او د عراق د وسله والو ځواکونو د قومندان حکمونو ته پاې بنده یوو.

د عراق د ولسي بسیج ځواکونو حشد الشعبی مشر« فالح الفیاض» وویل ولسي بسیج ځواک حشد الشعبي د عراق ټول خلک متحد کړل او د خپلو سیمو د دفاع کولو لپاره ټولو خلکو ته د فرصت د ورکولو له لارې یې مذهبي او قومي اختلافات له مینځه یوړل.