غزه کې یوازې پرون ۲۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
غزه کې د اوربند ټینګښت له هڅو سره سره، د اسراییلي رژیم د بریدونو له امله د پرون ورځې پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. اسراییلي رژیم ډېری بریدونه د غزې مرکز او سویل اړوند سیمو کې کړي دي.
غزه کې د اسراییلي رژیم بریدونو سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روانې او یا هم راتلونکې اونۍ کې د اوربند ټینګښت لپاره ډېر چانس شتون لري.
خو حماس اسلامي غورځنګ بیا ټینګار کړی چې د غزې اوربند لپاره قطر کې خبرې د اسراییلي رژیم د سرزورۍ له امله ستونزمنې وې.
پر غزې د اسراییلي رژیم د بریدونو پیل راهیسې تر دا مهاله څه باندې ۵۷زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۳۷زره ټپیان دي.
همداراز ګڼشمېر ټپیان او ناروغان روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او زرګونه نور بیا له سختې لوږې زورېږي.