د صیهونیسټ رژیم جنګي الوتکو لس فلسطیني ماشومان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162250-د_صیهونیسټ_رژیم_جنګي_الوتکو_لس_فلسطیني_ماشومان_شهیدان_کړل
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د غزې ښار په لویدیځ کې د استوګنې په یوه کور بمبارۍ کې لس فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي
(last modified 2025-07-11T04:51:23+00:00 )
Jul 11, 2025 09:20 Asia/Kabul
  • د صیهونیسټ رژیم  جنګي الوتکو لس فلسطیني ماشومان شهیدان کړل

خبري سرچینو راپور ورکړی چې د غزې ښار په لویدیځ کې د استوګنې په یوه کور بمبارۍ کې لس فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي

د پارس ټوډې په وینااسراییلي جنګي الوتکونن  د غزې ښار په لویدیځ کې د شطي په  کیمپ کې د استوګنې په یوه کور بمباري وکړه.

په دې بمبارۍ کې، چې اسراییلي جنګي الوتکو ادعا کړې وه د الحواجری کورنۍ کور یې په نښه کړی، لس فلسطیني ماشومان شهیدان شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

پرون هم  په غزه کې د اوربند  د ټینګښت له هڅو سره سره، د اسراییلي رژیم د بریدونو له امله ۲۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. اسراییلي رژیم ډېربریدونه د غزې مرکز او سویل اړوند سیمو کې کړي دي.

غزه کې د اسراییلي رژیم بریدونو سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روانې او یا هم راتلونکې اونۍ کې د اوربند ټینګښت لپاره ډېر چانس شتون لري. پر غزې د اسراییلي رژیم د بریدونو پیل راهیسې تر دا مهاله څه باندې ۵۷زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۳۷زره ټپیان دي.