د پاکستان د خیبر سیمې خلکو د پوځي عملیاتو پرضد اعتراض وکړ
(last modified Sat, 12 Jul 2025 10:12:41 GMT )
Jul 12, 2025 14:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان د خیبر سیمې خلکو د پوځي عملیاتو پرضد اعتراض وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د تیراه او د باړې تحصیل د امن زرګونو پلویانو پرون یو لاریون وکړ چې په تیراه سیمه کښې د ترسره کیدونکي پوځي عملیاتو او په زوره د سیمې د وسیدونکو د بې کوره کولو پرضد اعتراض وکړي.

په دغه سوله ئیز لاریون  کښې چې د تیراه په «میناره جماعت چوک» کښې د «باړه تحصیل سیاسي اتحاد» تر مشرۍ لاندې وشو وروسته د پوځ لخوا د پوځي عملیاتو پرضد په یوې مظاهرې بدل  شو او پکښې د قبایلي مشرانو او د پارلمان د استازیو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې او د فعالانو په شمول د باړه تحصیل او د تیراه سیمې په زرګونو کسانو ګډون وکړ.

د باړه تحصیل اتحاد مشر هاشم خان افریدي وویل چې د تیراه او د باړې تحصیل سیمو خلک به د نوي پوځي عملیاتو د پیلولو او په زوره د خلکو د کډوالولو او د وسله والو لښکرو د جوړولو په هکله هیڅ ډول دباو ته تسلیم نشي.

هغه د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د هیواد د  اوو  قبائلي سیمو په هکله چې اوس په ضلعو بدلې کړې شوي دي په خپلې پالیسۍ کښې بیا کتنه وکړي ځکه چې دغه پالیسۍ بې کاره وې او هغه ناکامه دي.

د باړه تحصیل اتحاد مشر هاشم خان افریدي وویل حکومت باید  خلکو ته د دغه خبرې وضاحت ورکړي چې په تیرو پوځي عملیاتو کښې څومره وسله  وال کسان وژل شوي او ځايي خلکو ته څومره تاوانونه رسیدلي دي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړ که چیرې د پاکستان امنیتي ځواکونو هڅه وکړي چې په زوره له خپلو کورونو څخه د تیراه سیمې وسیدونکي وباسي نو دوې به   تیراه او د باړه تحصیل خلکو لپاره  د شین کمر لاره بنده کړي او هیڅ کورنۍ ته به اجازه ورنکړي چې هغوې کیمپونو ته انتقال شي.