صیهونیسټي چارواکي: د غزې بشپړ کنټرول ناممکن دی
د صیهوني پوځ د عملیاتو څانګې پخواني مشر وویل: د رژیم پوځ نشي کولی د غزې تړانګه په بشپړه توګه کنټرول کړي، او حماس غورځنګ د ناڅاپي بریدونو او برید او شاتګ تاکتیکونو سره له دې وضعیت څخه ګټه پورته کوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې د اسراییلي پوځ د عملیاتو څانګې پخواني مشر ادعا وکړه: د صیهوني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کابینې افراطي وزیران په غزه تړانګه کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) له دوامداره شتون څخه ګټه پورته کوي، ځکه چې دا دوی ته اجازه ورکوي چې د جګړې دوام او د سیمې اشغال توجیه کړي.
د اشغالګر پوځ د عملیاتو څانګې پخواني مشر وویل: "هغه کابینه چې بې هدفه جګړه اوږدوي خپل وجدان له لاسه ورکړی
له بلی خوا د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطینیانو د ډله ییزې وژنې او د بې ځایه کولو او لوږې پالیسۍ وغندلې، او ټینګار یې وکړ چې رژیم په رفح کې د "انساني ښار" په پلمه د غزې د خلکو په وړاندې خپلو جنایتونوته دوام ورکوي .