د حقیقي ترهګرو د پیژندلو وخت رارسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162470
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال «دیمیتري میدویدف» په سوریې باندې د صهیونیسټ رژيم تیري ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اوس د حقیقي ترهګرو د پیژندلو وخت رارسیدلی دی.
(last modified 2025-07-17T06:28:50+00:00 )
Jul 17, 2025 10:56 Asia/Kabul
  • د حقیقي ترهګرو د پیژندلو وخت رارسیدلی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال «دیمیتري میدویدف» په سوریې باندې د صهیونیسټ رژيم تیري ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اوس د حقیقي ترهګرو د پیژندلو وخت رارسیدلی دی.

هغه وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې دوباره غور وکړو چې حقیقي ترهګر څوک دي.

په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته اوس اسرائیلو د دغه هیواد ډیرې سیمې نیولي دي او هلته یې خپل پوځيان دیره کړي دي.

د سوریې په شمال کښې د امریکا په اډو کښې هم زرګونو داعش ټروریسټان شته چې هغوې ته پوځي روزنې ورکړل شوي دي.

صهیونیسټ رژیم د سوریې په پوځي وسونو باندې بیا بیا حملو او په دغه هیواد کښې د قومي او د هویتي اقلیتونو په ملاتړ کولو سره په څو کمزورو او کوچنیو هیوادونو باندې د سوریې د ویشلو هڅه کوي.