د فلسطین د غزې تړانګې په هکله د خطرې ټلۍ وکړنګیدله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې رسونې او د کارموندنې د اژانس انروا(UNRWA) د رسنیو د چارو سلاکار «عدنان ابو حسنه»په غزې تړانګه کښې د غمیزې د رامینځته کیدونکي حالت خبر ورکړ او ویې ویل په غزې کښې په سلګونو زره کسان له لوږۍ او ناروغیو څخه کړیږي.
هغه وویل چې په غزې کښې انساني حالات له غمیزې څخه وروسته مرحلې ته رسیدلي دي او د دغه سیمې په سلګونو زره کسان د خدماتو د رسولو په کامل ډول دړې وړې کیدا سره یوځاې له لوږې او ناروغیو څخه کړیږي.
عدنان ابوحسنه زیاته کړه مونږ همدا اوس له غمیزې د وروسته مرحلې په هکله خبرې کوو ، حالات په بې مخینې ډول سخت او کړکیچن شوي دي او سلګونو زره کسان وږي او بیماران دي.
ناروغیانې هم د ناوړه خواړو او د څښاک د ناسالمو او ککړو اوبو په خاطر خپرې شوي دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره دی ملګروملتونو د مرستې رسونې او د کارموندنې د اژانس انروا(UNRWA) د رسنیو د چارو سلاکار «عدنان ابو حسنه» غزې ته د نړیوالو ارګانونو د بیرته ستنیدا لپاره له اسرائیلو سره د موافقې په اړه د اروپايي اتحادیې د دریځونو د هرکلي په ترڅ کښې ټینګار وکړ انروا هیله من دی چې دغه موافقه هره ورځ د درملو او د خوراکي مرستو د سلګونو ټرکونو په ورتلو سره اجرايي شي.
هغه غزې ته د ورتلونکو مرستو په ناکافي بللو سره وویل د مي د میاشتې له اولسمې نیټې څخه تراوسه ورغلي مرستې له یولس زره ټنو څخه زیاتې نه دي په داسې حال کښې چې دغه اندازه مرستې باید هره ورځ غزې تړانګې ته ورتللې.
ابوحسنه ډاګینه کړه مونږ د ملګروملتونو په چوکاټ کښې د بشر دوستانه مرستو د زیاتولو او د سرحدي لارو د پرانیستلو لپاره په اسرائیلو باندې دباو راوړو.
هغه د امریکا او د صهیونیسټ رژيم لخوا په غزې کښې د مرستو د ویشلو د مرکز په جوړولو سخته نیوکه وکړه او هغه یې د غزې تړانګې د وسیدونکو د زیاتیدونکي لوږې سره د مقابلې لپاره کاملا ماتي خوړلی اقدام وباله.