د امریکا کانګرس اوکراین ته د پوځي مرستو تمدیدلو ته رایه ورکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر «اندرې برماک» په یو لړ څرګندونو کښې اوکراین ته د پوځي مرستو تمدیدولو ته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د پریکنده رایو ورکولو خبر ورکړ.
هغه وویل د امریکا کانګرس اوکراین ته د پوځي مرستو د دوام لپاره رایه ورکړي ده.
په همدې ارتباط د امریکا له «نبراسکا» ایالت څخه د ولسي جرګې کانګرس یوه ریپلیکن غړي «بیکن» وویل کانګرس د شپږاویا مخالفو رایو په مقابل کښې په درې سوه درې پنځوس موافقو رایو سره له اوکراین سره د پوځي مرستو دوام ته رایه ورکړه.
د مرستو دغه لایحه اوس د غور لپاره د امریکا مشرانو جرګې سینا ته استول شوي او د تصویبیدا په بڼه کښې به د لاسلیک کیدا لپاره ولسمشر ټرامپ ته واستول شي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ مخکې د ناټو له مشر مارک روته سره په کتنه کښې ویلي وو اوکراین به د میلیارډونو ډالرو وسلې ترلاسه کړي.
د ویلو ده چې دغه لایحه د مشرانو جرګې د دوو غړیو لینډسي ګراهم او ریچارډ بلومنټال لخوا برابره شوي ده او پینځه اتیا سناتوران یې ملاتړ کوي او دغه لایحه ولسمشر ټرامپ ته اجازه ورکوي چې د چین ، د برازیل او د هند په شان له هیوادونو چې له روسیې سره تجارت ته دوام ورکوي په وارداتو باندې کابو پینځه سوه فیصده تعرفې او ټیکسونه اعمال کړي.