په غزې کې له پرون راهیسې ۱۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي
پارس ټوډې وایی خبري سرچینو راپور ورکړی چې له پرون راهیسې د غزې په تړانګه د اسراییلي رژیم په بریدونو کې ۱۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه، اسراییلي رژیم په دوو اصلي اهدافو سره د غزې تړانګې پرضد جګړه پیل کړه: د حماس غورځنګ له منځه وړل او له دې سیمې د صهیونیسټي بندیانو بیرته راګرځول، خو د دې اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او اړ شول چې له حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.
د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۹مه، د حماس او اسراییلي رژیم ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ، په غزه کې اوربند ټینګ شو او یو شمېر بندیان تبادله شول. په هرصورت، اسراییلي رژیم د اوربند د خبرو اترو دوهم پړاو ته له ننوتلو انکار وکړ او د ۱۴۰۳ کال د مارچ په ۱۸مه، د سې شنبې په سهار یې د اوربند د شرایطو څخه سرغړونه وکړه او غزې پرضد یې خپل پوځي یرغل بیا پیل کړ.