د امریکا نوي بندیزونه د ایران د ملت پرضد ښکاره دښمنۍ ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا لخوا د تهران پرضد د نویو بندیزونو په کلکه غندلو سره هغه غیر قانوني ، ظالمانه او د ایران د ملت پرضد ښکاره دښمنۍ وبلله.
هغه وویل د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو هدف د ایران کمزوري کول او د ایران د خلکو د اساسي حقونو تر پښو لاندې کول دي.
اسماعیل بقايي وویل چې د امریکا بندیزونه د بشري حقوقو او د نړیوال قانون ښکاره خلاف ورزۍ ده او امریکا د بشري حقوقو د سختو خلاف ورزیو په دلیل باید ځواب ورکړي او د ایران ملت به د خپل ویاړ او د ګټو په پوره توګه دفاع وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل د امریکا بندیزونه او ګواښونه به د ایران د ملت د پخې ارادې او د خپلواکۍ د ساتلو جذبه لړزانده نکړي.
د ویلو ده چې امریکا تیره شپه د ایران د کشتیو په شرکت نوي بندیزونه ولګول.