د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف نن غزې ته ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازي «اسټیو ویټکاف» او په اسرائیلو کښې د امریکا سفیر «مایک هوکابې» به نن د فلسطین غزې تړانګې ته ورشي چې هلته د خوراکي شیانو د ویشیدا بهیر وګوري.
بل خبر دا چې اسرائیلو پرون هم د خوراکي مرستو په تمه ناسو کسانو باندې بریدونو سره درویشت نور بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړل.
دغه راز د فلسطین حماس غورځنګ وویل چې د غزې جنګ ختمول یوه بشري او اخلاقي دنده ده.
حماس غورځنګ دغه خبره په نیویارک کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې د فلسطین په هکله له نړیوال کانفرنس وروسته کړي ده چې پکښې ګډون والو د دوو هیوادونو د حل لارې ملاتړ وکړ.
حماس وویل د فلسطین د خلکو او د دوې د جایزو حقونو د ملاتړ لپاره په نړیواله سویه هر ډول هڅه د ستاینې وړ ده او مونږ یې هرکلی کوو.
حماس غورځنګ وویل تر څو چې اسرائیل په غزې کښې جنګ بند نکړي نو هیڅ ډول پرمختګ به ونشي.
حماس غورځنګ زیاته کړه مونږ تیار یوو د غزې جنګ پاې ته ورسو او د اوربند د موافقې له لارې د اسرائیلو پاتې بندیان خوشي کړو او په موافقې کښې باید له غزې د ټولو نیواکګرانو په کامل ډول وتل شامل وي او سرحدي لارې دې خلاصې شي.
دغه راز د اسرائیلو عسکرو په خان یونس پوځي کوریډور کښې خپل شتون نور هم زیات کړی او هلته په پراخه سویه د ځمکنیو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پلان لري.