د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف روسیې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163192
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف ماسکو ته رسیدلی او د روسیې د پانګونې یوه استازي «کیریل دیمتیروف» د هغه هرکلی وکړ.
(last modified 2025-08-06T10:55:55+00:00 )
Aug 06, 2025 11:59 Asia/Kabul
  • د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف  روسیې ته رسیدلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف ماسکو ته رسیدلی او د روسیې د پانګونې یوه استازي «کیریل دیمتیروف» د هغه هرکلی وکړ.

اسټیو ویټکاف په ماسکو کښې د روسیې له مشرانو سره کتنې وکړې.

بلې خوا ته د کریملین ماڼۍ ماسکو ته د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف د ورتلو په وخت وویل له هغه سره د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین د کتلو امکان شته او د امریکا ځاانګړي استازي  ویټکاف اوس د روسیې له ولسمشر ولایدیمیر پوتین سره کتنه او خبرې کړي دي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ خبرداری ورکړی که چیرې روسیه تر راتلونکي جمعې ورځې پورې په اوکراین کښې د جنګ د ختمولو لپاره موافقه ونکړي نو واشنګټن به د ماسکو پرضد نوي بندیزونه ولګوي او د هندوستان او د چین او د نورو هیوادونو په شمول له روسیې د تیلو په اخیستونکو هیوادونو به نورې تعرفې او مالیات هم ولګوي.