له ټرمپ سره خبرې جوتې او معنادارې وې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په الاسکا کې له لیدو او خبرو اترو وروسته ووئيل؛ دا خبرې جوتې او معنا لرونکې وې او مسکو ئې اړینو پریکړو ته نږدې کړ.
د تسنیم خبري اژانس د د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل چې روسیه د ټرمپ د حکومت هغه دریځ ته درناوی لري چې په اوکراین کې د جګړو د زر تر زره پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کوي.
پوتین له امریکا څخه د بېرته ستنېدو وروسته، د روسیې او امریکا د خبرو اترو د پایلو په اړه یوه غونډه جوړه کړه او ټینګار ئې وکړ چې له ټرمپ سره د خبرو پر مهال، دواړو لورو د ملګرتیاؤ په ټولو برخو کې بحثونه وکړل.
پوتین وویل چې د ټرمپ سره د خبرو پر مهال، فرصت برابر شو څو په ارامه او بشپړه توګه د اوکراین د وضعیت په اړه د روسیې دریځ روښانه کړي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې له ټرمپ سره خبرې صریحې او معنادارې وې او مسکو ئې اړینو پریکړو ته نږدې کړ.
پوتین همدارنګه اشاره وکړه: مونږ د اوکراین د کړکیچ د عادلانه حل په اړه بحث وکړ. د کړکیچ د ريښو له منځه وړل باید د حل اساس وي.
هغه زیاته کړه: روسیه، لکه د متحده ایالاتو په څېر، غواړي چې د جګړو زر پای ومومي. مسکو همدارنګه غواړي د مسایلو د حل لپاره د سولهییزو لارو چارو په لور حرکت وکړي.